جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهټرمپ: له افغانستانه د وتلو دقیقه نېټه مو لا نده ټاکلې

ټرمپ: له افغانستانه د وتلو دقیقه نېټه مو لا نده ټاکلې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي، له افغانستان څخه به ټول ځواکونه وباسي خو لا یې دقیقه نېټه ورته نه ده ټاکلې.
نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې ۱۹ کاله تېر کړل او اوس دی فکر کوي چې همدومره موده به کافي وي.

د ټرمپ په خبره په افغانستان کې له طالبانو سره امریکايي هوکړه په ډېر نازک حالت کې یو نوي پړاو ته ورننوتې ده او که دوی وغواړي له دغه هېواد څخه د تل لپاره ځواکونه ایستلی شي: (( موږ هلته رښتیني پوځي اقدامات نه کوو، موږ هلته د پولیسو په څېر پراته یوو، څومره چې ژر او منطقي لاره وي، موږ باید له دغه هېواد څخه ووځو.))

بلخوا سي این این د پنټاګون له قوله خبر ورکړی دی چې امریکايي پوځي مشران ټرمپ ته له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پر مهالوېش کار کوي، ځکه ټرمپ غواړي د ۲۰۱۶ کال د ټاکنیزو کمپاینونو ژمنه دا ځل ټاکنو کې پوره کړي.

همدا راز نیویارک ټایمز هم تایید کړې چې پنټاګون د ټرمپ لپاره په هغه مهالوېش کار کوي چې له مخې یې باید امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وویستل شي.
راپور وايي، معلومه نه ده چې دا مهالوېش به څومره د ټرمپ د قناعت وړ وګرځي خو پوځي مشران به راتلونکو څو ورځو کې دا مهالوېش د ترمپ د تایید لپاره د هغه په مېز کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو ایستلو هوکړه کړې ده، خو داسې ښکاري چې پنټاګون او ټرمپ د دغې هوکړې له مخې نه بلکې د خپل مهالوېش له مخې ځواکونه ایستل غواړي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د جولای تر میاشتې پورې به امریکا په افغانستان کې له ۱۲ زره سرتېرو څخه ۸۶۰۰ سرتېري پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب