یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورد پوهې یوه ډیوه مړه شوه؛د پوهاند میرحسین شاه مړینه

د پوهې یوه ډیوه مړه شوه؛د پوهاند میرحسین شاه مړینه

پوهندوی آصف بهاند

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د علمي او پوهنتوني کورنۍ ډېر زړه سواندی، پوه او د علمي تاریخي کارونو د ترسره کولو نومیالی پوهاند اکادیمسین کاندید استاد میر حسین شاه خان په ابدي سفر روان شو.

استاد پوهاند میر حسین شاه خان د دوه زره شلم (۲۰۲۰ ام) کال د می پر پنځه ویشتمه (۲۵ مه) په امریکا کې وفات شوی دی.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!

نن سهار (۲۶/۰۵/۲۰۲۰) مې کله چې د استاد شاه مح-مود محمود په فیسبوکپاڼه کې د پوهې د دې سټې د مړینې خبر ولوست، نو دا توري مې ورته ولیکل:

«د اکادیمسین کاندید پوهاند میرحسین شاه مړینې ډېر ودردولم. د استاد مړینه د افغانستان پوهنتوني او علمي لویې کورنۍ ته ډېره دردونکې ده.

د اکادیمسین کاندید پوهاند میرحسین شاه تشه به د افغانستان په علمي او تحقیفي کړیو کې تر ډېرو پورې ډکه نه شي.

زه د افغانستان د پوهنتوني او علمي کورنۍ د یو وړوکي غړي په توگه د استاد د نه شتون ویر، خپل ویر گڼم. د استاد کورنۍ ته، د افغانستان پوهنتوني او علمي کړیو ته، استاد محمود ته، ټولو شاگردانو او مینوالو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم، هغه ته جنتونه او ټولو ته د لوی زغم او صبر هیله کوم.»

استاد پوهاند میرحسین شاه د پوهاندۍ کلمې په ریښتینې مانا سره یوه پوه، پر وطن او خلکو باندې د یو ریښتیني پلار په څېر مهربانه استاد او عالم و. پوهاند میرحسین شاه د خپل فرهنگي ژوند ټوله برخه د یوه ودان او ښېرازه افغانستان او د یوې نیکمرغې ټولنې د جوړېدو په پار ځانگړې کړې وې. 

د ۲۰۱۵ ام کال په نومبر کې مې د استاد پوهاند میر حسین شاه د نویمې کلیزې په مناسبت د «یوه کلیزه، دوې خاطرې» ترسرلیکلاندې مقاله ولیکله او په تاند او افغان جرمن پورتال کې مې خپره کړه چې د دې لیکنې په پای کې به یې یو ځل بیا د استاد علمي دریځ ته د درناوي په پار خپره کړم.

پوهاند میر حسین شاه د افغانستان د پوهنتوني او علمي کړیو په سرلارو کې یو علمي شخصیت، پرته له سیاسي، ژبنیو، سمتي او نورو ملحوظاتو څخه یې؛ تل د علم ـ حق او حقیقت پلوي کوله او د یو ښېرازه او پرمختللي افغانستان په پار یې د نوي نسل له روزلو سره ډېره مینه درلوده. ده تل د یوه ښونکي او ښه اداره چې په دریځ کې هڅه کوله چې مستعد ځوانان د لوړو زدکړو له پاره بهر ته ولېـږي چې له هغې خوا د پوهې او نوې تکنالوژۍ په گاڼه سمبال بېرته خپلو خلکو او هېواد ته راستانه شي، استاد نورمحمد غمجن تمیل یې ښه بېلگه وه. استاد غمجن د ده په مرسته او لارښوونه هندوستان ته ولاړ او د ماسترۍ دیپلوم یې ترلاسه کړ او بېرته وطن ته راستون شو او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې یې د حساب وړ استاد په توگه دنده پیل کړه.

پوهاند ميرحسين شاه د ۱۳۰۳ ام کال د مرغومي میاشت پر دریمه نېټه (د ۱۹۲۵ میلادي کال د جنوری شپـږمه) په کندهار کې د مير عبدالجواد اغا په کاله کې وزېږېد. لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې په کندهار کې پایته ورسولې، لیسه یې په کندهار کې پیل، خو د لیسې د فراغت سند یې په کابل کې د حبیبیې لیسې څخه تر لاسه کړ. 

د لیسانس سند یې د کابل پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي څخه واخیست او د ماسترۍ دیپلوم یې د هندوستان په لکنهو کې د علیگړ له پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

د اکادیمسین کاندید پوهاند میرحسین شاه ټول عمر د ښونکي دنده ترسره کړه، په عملي ډول په ټولگي کې ودرېد او خپله ټوله علمي پانگه یې، پرته له توپیر څخه د وطن پر نوي نسل باندې وویشله. 

شپاړس مستقل علمي آثار او گڼشمېر مقالې یې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه د باندې چاپ شوي دي، په لسگونو علمي سیمینارونو او غونډو کې گډون کړی دی.

پوهاند میر حسین شاه ښايي د هغو لومړنیو څیرنوکو په ډله کې لومړنی څېړونکی وي چې د خوشال په دستارنامه یې د راغلو فارسي شعرونو په باب څېـړنه راپیل کړې چې دا شعرونه د کوم شاعر دی. د استاد معصوم هوتک د وینا پر استناد، استاد میرحسین شاه د خوشال په دستار نامه کې د راغلو فارسي شعرونو د دیرش سلنه شعرونو شاعران مالوم کړي دي. څو ورځې مخکې ما د (د خوشال پوهنې پر لار یو بل بریالی گام) ترسرلیک لاندې مقاله خپره کړه، هلته ما د پوهاند صاحب میرحسین شاه د 

هڅو په باب داسې لیکلي دي:

«د خوشال د دستارنامې د فارسي کلام د پتو یا ماخذونو مالومول استاد پوهاند میر حسین شاه راپیل کړی و، یو څه زاهد مشواڼي ورپسې وڅېـړل، خو د غوټې ډېره برخه استاد هوتک سپـړلې ده…»

استاد هوتک د همدې اثر (د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟) د پیل په خبرو کې دې څېړنو اشاره کړې ده چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي:

«په دستارنامه کي د فارسي کلام زیات و کم ۱۴۷ ځایه ما شمېرلي دي. په دې کي پوهاند میر حسین شاه درو څلوېښت مورده څېړلي دي چي په دې حساب ئې د دستارنامې د فارسي کلام څه کم دېرش فیصده ماخذونه موږ ته راښوولي دي. ښاغلي زاهد مشواڼي دو شپېته شعرونه څېړلي دي چي دې کي د پوهاند میر حسین شاه ۴۳ ځایه هم شامل دي. په دې ډول ئې د دستارنامې د فارسي کلام د ماخذو په ښوولو کي نولس ځایه نور ورزیات کړل او فیصدي ئې نژدې ۴۳٪ ته لوړه کړه. ..»

په دې ډول لیدل کېـږي چې استاد پوهاند میرحسین شاه زموږ د فرهنگ، ادب او تاریخ ډېرې ناسپـړلې غوټې پرانستې دي او د خپلو څېړنو پایله یې تل د خپلو عالمانه لکچرونو او لیکنو له لارې له خپلو شاگردانو، همکارانو او ټولو خلکو سره شریکې کړې دي.

پوهاند میر حسین شاه ښه استاد، ځیرک څیړونکی، دقیق ژباړن او د وخت د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د منځنیو پیړیو د تاریخ په تدریس کې غټه سټه او د اعتبار وړ آدرس و او په علمي دوایرو کې ښه اداره چي ثابت شوی دی.

څنگه چې پاس یادونه وشوه ما (اصف بهاند) د ۲۰۱۵ ام کال په نومبر کې د استاد پوهاند میر حسین شاه د نویمې کلیزې په مناسبت د «یوه کلیزه، دوې خاطرې» ترسرلیکلاندې مقاله ولیکله او هماغه وخت کې مې خپره کړه، بیا مې کله چې  د دوه زره شلم کال په اپریل میاشت کې د «ژوندي یادونه» په نامه خپل یو اثر (د ژوندیو فرهنگیانو او قلموالو په باب زما د مقالو ټولگه) په افغان جرمن آنلاین پورتال کې  انلاین کړ، په هغه اثر کې لومړنۍ مقاله د استاد پوهاند میرحسین شاه د نویمې کلیزې په باب زما همدا مقاله راغلې ده. دلته بې مناسبته نه وي چې د استاد پوهاند میر حسین شاه علمي شخصیت ته د لا درناوي په پار د هغې مقالې یوه برخه راواخلم: 

استاد پوهاند میرحسین شاه خان:

یوه کلیزه، دوې خاطرې،

د استاد پوهاند میرحسین شاه خان نویمه کلیزه

 د لمانځولو او یادولو په برخه کې پخوا داسې دود و چې یوازې به د مړو لیکوالو، شاعرانو، استادانو، مشاهیرو او قلموالو له پاره غونډې جوړیدې، بیا د ځینو فرهنګیانو په نوښت، د اویایمې لسیزې په وروستیو کې داسې هم وشول چې د ژوندیو لمانځل او درناوی هم د یوه بدعت په ډول پیل شو. ښايي په کابل پوهنتون کې د استاد رشاد د اویایمې کلیزې جوړول او لمانځل یې یوه غوره بیلګه وي.

او دا دی اوس د نورو ژوندیو فرهنګي شخصیتونو د لمانځلو په لړ کې بیا هم په کابل پوهنتون کې د دانشمند استاد پوهاند میر حسین شاه نوویمه بختوره کلیزه، د ده د د علمي لارې د ځایناستو، شاګردانو، ارادتمندانو او لارویانو له خوا د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۱مه نیټه ولمانځل شوه.

پوهاند میر حسین شاه ښه استاد، ځیرک څیړونکی، دقیق ژباړن او د وخت د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د منځنیو پیړیو د تاریخ په تدریس کې غټه سټه او د اعتبار وړ آدرس و او په علمي دوایرو کې ښه اداره چي ثابت شوی دی.

که چیرې د پوهاند میر حسین شاه اکادیمیک ژوند او اداري کار په دقیق ډول مطالعه شي، لیدل کېـږي چې کومه وظیفه چې د خلکو، ټولنې او وطن له خوا ده ته سپارل شوې وه، هغه یې په عالمانه، صادقانه او ریښتینې توګه د خپل تدریس، څیړنې، تالیف، ژباړې او اداري کار په ترڅ کې د یوه زړه سواندي استاد په توګه تر سره کړې ده.

زه مخامخ د شاګرد په توګه کله د استاد پوهاند میرحسین شاه لکچر ته په ټولګي کې نه یم ناست، خو په هغو کسانو کې شمیرل کېـږم چې د ده له لیکلو علمي آثارو نه مې ډیره استفاده کړې ده او په سیمینارونو او کنفرانسونو کې یې لکچرونو ته ناست یم.

دا مې له خپلو استادانو نه چې د ده مستقیم شاګردان وو، اوریدلي دي چې دی یو زړه سواندی عالم استاد و. 

پوهاند میر حسین شاه ته د چا ژبه، ولایت، قوم، مذهب او نور تعلقات اصلاً مطرح او مهم نه وو، یوازینی شی چې ده به په نظر کې نیول هغه د شاګر استعداد و، په هر چا کې به یې چې ډیر لږ استعداد هم وموند، هغه به یې کار ته او لوړو زدکړو ته او د علم لاس ته راوړلو ته هڅاوه.

یوه ډیره ښه بیلګه یې د کابل پوهنتون استاد نورمحمد غمجن و. کله چې استاد غمجن موږ ته د لیسانس په دوره کې د حمید منتخبات او د روښانیانو د دورې متون تشریح کول، داسې به مستند او په ډاډ سره غږیده لکه له هماغه ځای او پیښې نه چې راغلی وي.

نورمحمد غمجن تمیل د لغمان نه راغلی یو ساده بې کسه، بې واسطې زلمی و چې پوهاند میر حسین شاه خان هیڅ ډول سمتي، قومي، مذهبي تعلقات نه ورسره درلودل. حتی د دوی مورنۍ ژبه لا یوه نه وه، نورمحمد غمجن په قوم پشه اي او مورنۍ ژبه یې هم پشه اي وه او استاد میر حسین شاه له کندهاره راغلی و.

دا د استاد صابر خویشکي د خولې خبره ده: «کله چې استاد پوهاند میر حسین شاه د نورمحمد غمجن استعداد، له علم سره مینه او زحمت ته وکتل، هغه یې هندوستان ته د لوړو زدکړو له پاره ولیـږه.»

د همدې زدکړو په پایله کې هغه استعداد چې پوهاند میر حسین شاه په هغه کې لیدلی و، غوټۍ یې وکړې، وغوړید او غمجن زدکړې پای ته ورسولې. کله چې غمجن له لوړو زدکړو راستون شو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په علمي کدر کې جذب شو او داسې استاد او څیړونکی ور نه جوړ شو چې کم ساری و.

د استاد پوهاند میر حسین شاه د علمي دریځ یوه بله خاطره چې شخصاً په ما پورې اړه لري او هیڅکله به مې هیره هم نه شي، د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره زما د علمي ترفیع له پاره زما پر وړاندې شوې اثر باندې د کابل پوهنتون په علمي شورا کې د پوهاند میر حسین شاه علمي دریځ و.

کله چې زه د ۱۳۶۰کال په ژمي کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شوم، تر هغه وخته پورې مې له استاد پوهاند میر حسین شاه خان سره مخامخ پیژندګلوی لا نه وه شوې، خو د نه پیژندنې په نړۍ کې یې زما د یوه علمي اثر په برخه کې یو عالمانه او دلسوزانه برخورد کړی و چې تر اوسه یې هم زه د علمي احسان پوروړی یم.

د ۱۳۶۴ کال په نیمايي کې ما د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره خپل علمي اثر(شعر د پښتو کلاسیکو شاعرانو له نظره) د استاد پوهندوی جلاالدین کونړي تر لارښوونې لاندې بشپړ کړ.

د کابل پوهنتون له علمي مقرراتو سره سم زما لیکلی تحقیقي اثر د څانګې له علمي مجلس نه وروسته د پوهنځي علمي شورا ته او بیا له هغه ځای نه د پوهنتون علمي شورا ته ولیـږل شو. 

د کابل پوهنتون په علمي شورا کې زما پرعلمي اثر باندې د بحث په لړ کې ځینو ښاغلو زما له علمي اثر سره چې اصلاً یې له مسلک سره د یوه خلي په اندازه ارتباط هم نه درلود، مخالفت کړی و. مخکې له رای اخستلو نه پوهاند صاحب میر حسین شاه خان هغو ښاغلو ته په خطاب کې ویلي وو:

«پرته له شکه چې هر اثر د ښیګڼو تر څنګ خپلې نیمګړتیاوې هم لري چې دا تر بحث لاندې اثر هم له هغو مستثنی نه دی، خو په همدې تیره غونډه کې مو داسې یوه اثر ته د پوهندويي ترفیع منظوره کړه چې له تر بحث لاندې اثر نه څو ځلې ضعیف ارزیابي کیدای شو، ولې دا اثر چې نیمګړتیاوې یې تر هغه اثر لږې او ناچیزه دي، د پوهنیارۍ مستحق نه ګڼئ؟»

د پوهاند صاحب میر حسین شاه خان دا علمي زړه سوی او روا داري نه یوازې پر ما، بلکې د وطن په ډیرو بچیانو باندې شوې ده.

د استاد پوهاند میر حسین شاه خان نویمه کلیزه دې بختوره وي. زه د استاد د علمي لارې د یوه لاروي او ارادتمند په توګه له ټولو هغو ښاغلو نه چې د داسې یوه علمي شخصیت د یادونې او کلیزې د لمانځلو تکل او هڅه یې کړې ده، د زړه له کومې مننه کوم او استاد پوهاند میر حسین شاه خان ته اوږد پُر ثمره ژوند غواړم او هیله کوم چې د ژوندیو حقداره پوهانو او فرهنګیانو د لمانځلو دود عام شي…

2 COMMENTS

  1. ګران بهاند صاحب ،سلامونه
    دلکنهو اوعلیکړ پوهنتونونه دوه بیل پوهنتونه دي ، د استاد دزده کړې پیل په لکنهو پوهنتون کې دی نه علی ګړ.
    دا تیروتنه په نورمقالوکې هم راغلې ده. باید سمه شي .
    درناوی
    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب