تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د نړۍ شتمن سوداګر او د سپېسایکس (SpaceX) اجرائیه رئیس ایلن مسک له اکانومیسټ مجلې سره په مرکه کې د ۲۰۳۶ کال داسې انځور وړاندې کړی چې پکې به مصنوعي ځیرکتیا (AI) د انسان له هوښیارۍ څخه لوړه شوې وي او انسان به په عملي ډول د هغې کنټرول له لاسه ورکړی وي.
د مسک په باور، په راتلونکو لسو کلونو کې به یوازینی کار چې مصنوعي ځیرکتیا یې نه شي ترسره کولای، «انسان کېدل» وي.
مسک د اکانومیسټ له مشرې اېډېټرې زني مېنټن بېډوز سره په خبرو کې وویل، هغه باور لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د مصنوعي ځیرکتیا ټولیزه هوښیارتیا د ټولو انسانانو تر ګډې هوښیارۍ څخه هم لوړه شي.
هغه وویل:
«په حقیقت کې به نور داسې هېڅ کار پاتې نه شي چې مصنوعي ځیرکتیا یې د انسان پرتله ښه ترسره نه کړي، ښايي یوازې انسان کېدل ترې استثنا وي.»
د «بېساري پرېمانۍ» عصر
ایلن مسک ۲۰۳۶ کال د «بېساري پرېمانۍ د عصر» پیل وباله؛ داسې پړاو چې د هغه په وینا:«هر څوک به هر هغه څه چې ذهن ته یې راځي، ترلاسه کولی شي.»
خو هغه خبرداری هم ورکړ چې د سترې نړیوالې اتومي جګړې په څېر پېښې کولای شي دا راتلونکی ګډوډ کړي او د دې وړاندوینې مخه ونیسي.
اقتصاد به د روباټونو او AI پر بنسټ وي
کله چې له مسک څخه وپوښتل شول چې په هغه وخت کې به د ده شرکتونه څنګه عاید ترلاسه کوي، هغه وویل:
«اقتصاد په اصل کې د ډیجیټلي هوښیارۍ او فزیکي هوښیارۍ ګډه مجموعه ده. اوس مهال ډیجیټلي هوښیارتیا په بېساري چټکۍ پرمختګ کوي، او نژدې هره اوونۍ مصنوعي ځیرکتیا داسې نوې وړتیا پیدا کوي چې مخکې یې نه لرله.»
هغه زیاته کړه، اوسنی AI تر ډېره په ډیجیټلي نړۍ پورې محدود دی او د فزیکي نړۍ د بدلولو لپاره وسایلو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا:«د دې لپاره د انسانوزمه روباټونو اړتیا ده. په لنډه توګه، موږ به ډېر زیات روباټونه ولرو. په دې توګه به ډیجیټلي هوښیارتیا وکولای شي په فزیکي نړۍ کې هم بدلونونه راولي او حتی اتومونه تنظیم کړي.»
«پیسې به نور مهمې نه وي»
د مسک په باور، که د لوړې کچې مصنوعي ځیرکتیا او میلیاردونه روباټونه وکولای شي د انسانانو اړتیاوو ته تر اړتیا ډېر توکي او خدمتونه تولید کړي، نو اقتصاد به نژذې لامحدود شي.
هغه وویل:«اقتصاد د توکو تولید او د خدمتونو وړاندې کول دي. که تاسو ډېر زیات روباټونه او خورا پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا ولرئ، نو تقریباً نامحدود اقتصاد ته رسېږئ.»
لخ همدې امله، مسک باور لري چې تر ۲۰۳۶ کال پورې به پیسې خپل اوسنی ارزښت له لاسه ورکړي.
هغه وویل:«پیسې د څه لپاره غواړئ؟ د توکو او خدمتونو د اخیستلو لپاره. د خوړو، کور، ترانسپورټ او تفریح لپاره. خو که دا ټول شیان دومره ډېر او ارزانه شي چې روباټونه او مصنوعي ځیرکتیا تر هغه هم ډېر تولید کړي چې انسان یې مصرفولای شي، نو بیا به پیسو ته څه اړتیا وي؟»
خو مسک ټینګار وکړ چې «تر هغه وخته پورې به لا هم پیسو ته اړتیا لرو.»
د انسان له لاسه به کنټرول ووځي
Elon Musk:
Money won’t matter in 2036.
What do you want money for? You want money for goods and services: food, housing, transport, entertainment.
If robots and AI are providing more goods and services than any human could possibly consume, what do you need money for in that… pic.twitter.com/vF1XR1xR1o
— Clash Report (@clashreport) July 24, 2026
د ایلن مسک په باور، که د ده وړاندوینه سمه وي او په راتلونکو لسو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټولیزه هوښیارتیا د ټولو انسانانو له ګډې هوښیارۍ څخه لوړه شي، نو دا تمه کول چې انسان به بیا هم کنټرول په خپل لاس کې ولري، «ځان تېرایستل» دي.
هغه وویل: «که زه فکر وکړم چې کولی شم یوه داسې فوقالعاده هوښیاره مصنوعي ځیرکتیا، چې له ما څو چنده هوښیاره وي، کنټرول کړم، نو دا به غالباً یوازې زما د ځان تېرایستلو احساس وي. زما په اند، هغه څه چې موږ یې کولای شو او باید یې وکړو، دا دي چې ډاډ ترلاسه کړو مصنوعي ځیرکتیا ښه ارزښتونه ولري، د انسانانو خیر وغواړي او زموږ خوشحالي او بریا ورته مهمه وي. زه فکر کوم چې غالباً همداسې به وشي.»
مسک زیاته کړه:
«زما بیولوژیکي عصبي شبکه (مغز) ماته وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندي پاتې کېدو تر ټولو مهم شرط دا دی چې د حقیقت موندلو او زده کړې لپاره تل لېواله او کنجکاوه وي. که داسې وي، نو باور لرم چې دا به د بشریت د پرمختګ او سوکالۍ سبب شي.»
هغه دا هم وویل:
«زما په اند دا ډېره ناشونې ده چې کنټرول دې د انسانانو په لاس کې پاتې شي. که د مصنوعي ځیرکتیا او انسان ترمنځ د هوښیارۍ توپیر، د انسان او شامپانزې ترمنځ له توپیر څخه هم ډېر زیات شي، نو دا تصور کول سخت دي چې شامپانزه دې قوماندان وي. همداسې به د انسان او مصنوعي ځیرکتیا ترمنځ هم وي.»
د وژونکو روباټونو خطر
ایلن مسک تېر کال په یوه مرکه کې اټکل کړی و چې د وژونکو روباټونو له خوا د بشریت د له منځه تلو احتمال له ۱۰ تر ۲۰ سلنې پورې دی.
هغه له اکانومیسټ مجلې سره په تازه مرکه کې وویل:
«زه لا هم فکر کوم چې مصنوعي ځیرکتیا او روباټونه ځینې خطرونه لري، او دا خطر صفر نه دی. خو داسې ښکاري چې زه یوې فلسفي پایلې ته رسېدلی یم چې باید د ګیلاس نیمه ډکه برخه هم ووینو.»
مسک زیاته کړه:
«زه په رښتیا داسې کومه لاره نه وینم چې د مصنوعي ځیرکتیا او روباټونو د پرمختګ دا حیرانوونکې چټکتیا ودرول شي. کله ناکله فکر کوم، که د درولو یوه تڼۍ هم موجوده وای، ښايي ښه نه وای چې هغه کېکاږو، ځکه تر ټولو محتمله پایله یې د بېساري سوکالۍ او پرېمانۍ رامنځته کېدل دي.»
یادونه: دا څرګندونې د ایلن مسک شخصي لیدلوری او راتلونکې ته د هغه اټکلونه دي. تر اوسه هېڅ علمي اجماع یا قطعي ثبوت نه شته چې دا سناریو به حتمي رامنځته شي.