Homeخبرونهماریا زخارووا: افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ خپرېدل د اندېښنې وړ...

ماریا زخارووا: افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ خپرېدل د اندېښنې وړ دي  

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۵مه) د روسیې بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن او اندېښمنوونکی بللی دی.

د دغه وزارت ویاندې «ماریا زخارووا» ویلي چې په افغانستان د نویو زیږېدلو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی او همدا راز ګوزڼ ناروغي د خپرېدو په حال کې ده.

نوموړې ویلي چې روان کال د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوي او په یادو سیمو کې ډېری کم‌عمره ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې، روان کال په افغانستان کې د پولیو  ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان بشري وضعیت هغه موضوع ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو ګڼو ادارو پرې اندېښنه ښودلې ده.

بل لورته بیا د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا مهال په ټول هېواد کې چټکو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي هڅې پیل شوې دي.

دوی ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه‌کولو لپاره د نړیوالو مرستندویه ادارو په ملاتړ یې اوږدمهاله اقدامات پیل کړي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې، لاهم د پولیو له خطرناکه ناروغۍ سره مبارزه کوي او ماشومان یې له دې خطر سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...