تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) په افغانستان کې ډېرو خلکو شکایت کاوه چې د پاکستاني درملو کیفیت خراب دی او له دې هیواده افغانستان ته جعلي درمل واردېږي، دا شکایت اوس په پاکستان کې هم کېږي.
د پاکستان د درملو د تنظیم (ډرېپ) ادارې اعلان وکړ چې د لاهور په روغتونونو کې د سرطان د مخنیوي لپاره کارېدونکي دوه ډوله درمل جعلي ثابت شوي دي.
پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د ډرېپ ادارې د چارواکو په قول وویل، په لاهور کې طبي متخصصانو دا جعلي درمل پېژندلي، او وروسته یې پر مضوع څېړنې پیل کړې. د درملو په بستهبندۍ، لیبلونو او بارکوډونو کې جدي توپیرونه وموندل شول، او له همدې امله رسمي پلټنې پیل شوې.
چارواکي وایي، دا دواړه درمل اصلي تولیدوونکي شرکت نه دي جوړ کړي. همداراز، اړوند بهرني شرکت هم تایید کړې چې د سرطان د مخنیوي دغه درمل جعلي دي.
د ډرېپ په وینا، د دغو جعلي درملو د رسولو شبکې او د دې قضیې د مسوولو کسانو د پېژندلو لپاره لا هم پلټنې روانې دي.
افغانستان تېر کال له پاکستانه د درملو واردات منع کړل او طالب چارواکي وايي چې له پاکستان څخه د درملو د وارداتو له بندېدو وروسته په هیواد کې د درمل جوړولو شاوخوا ۱۰۰ شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي دي.
خو له دې سره سره په افغانستان کې د درملو د کموالي شکایتونه ډېر دي خو د بې کیفیته او جعلي درملو په اړه د پخوا په شان شکایتونه نه اورېدل کېږي.