Home+د (آواره) داستان اساسي مفکوره| همت عمرزوی

د (آواره) داستان اساسي مفکوره| همت عمرزوی

آواره لکه افتاب په بحر وبر یم
درته څه وایم چې څه سوخته اختر یم
”شیدا“
آواره د استاد پژواک مرحوم ډېره ښکلې، مغتنمه، فلسفي، ادبي_ هنري لیکنه ده چې ټولیز جوړښت يې کیسه ایز شکل لري، او محتوايي اړخ يي ګڼ موضوعات رانغاړي.
زه غواړم چې د دې جذاب داستاني متن ځيني اړخونه لږ وسپړم:
١_ دا لیکنه د استاد د مغتنم نثر د عالي سبک مهمه بېلګه ده، عمومي بیان يي کیسه ایز دی، او د پردېسۍ د ژورو نوستالوژیکو تلقیناتو اغیز پرې خور دی. په دې هنري نثرکې استاد موږ ته د خپلو ژوندیو مشاهدو او تجربه کړو مطالعو ژور برداشت د کیسې په بڼه بیانوي، د یو جذاب تسلسل په لړ کې مو د مختلفو موضوعاتو له خوږلنو برخمن کوي.
٢_  په دې لیکنه کې د پردېسۍ او مسافرۍ د یو ژور درد اغیزناک انځور پروت دی، د ژوند عمومي چلن ته په کتو له پېغمبرانو (ع) تر محصلانو، سوداګرو، مهاجرو، تبعیدشوو، جنګیالیو، کارګرانو… پورې د انسانانو مختلفو ډلود کډوالۍ او پردېسۍ ترخه تجربه ترسره کړې ده. دا مورد موږ یوازي له منفي اړخه نه شو تحلیلولاﺉ، ځکه کډوالي او پردېسي د مختلفو مثبتو اړخونو له لیدلوري هم سپړل کېدلای شي، د علم، هنري او مسلکي مهارتونو، سوداګرۍ، د ګډو انساني تجربو د لوړولو، د تفکري او تخیلي نړۍ لید د ځواکمنولو… له اړخه هم پردېسې خپل ګڼي مزایاوي او ښيګڼي لرلای شي.
خو؛ د انساني عواطفو د ژوربافت له کبله د خپل اصلي وطن نه د انسان دا طبیعي اړیکه هم په ډېره سخته پرې کېدلای شي.
استاد د هنرمندانه او شاعرانه عواطفو د غلبې په پایله کې په دې داستان کې د یو ځيرمن لاروي د باطني کوایفو ښه انځورونه کړې ده.
٣_  په دې لیکنه کې لیکوال د خپل وطن او نوري نړۍ د يونسبتاً جامع پرتلني چاره هم ترسره کړې ده، دا مقایسوي مشاهده يې د خپل علمي ژورلید په اساس د خورا کره او منصفانه دريځ په لړ کې په لوړه علمي ژبه وړاندي کړې ده.
خپلو هیوادنیو مزیتونو او نیمګړتیاوو ته يې په غور کتلي او د نورې نړۍ له موجوده حالاتو او شرایطو سره يې د توپیرونو، سمونونو او د هغوی له ستونزو د څرګندلو په موخه چې لوی مقصد يې د خپل وطن د چارو سمون او رغون دی هڅه کړې ده.
٤_  استاد، د داسي یو علمي او فلسفي نړۍ لید په اساس چې هم يې د شرقي ژوند تجربه لرلې او هم يې د غربي ژوند د خوږو اوترخو له کوایفو سره موخیز چلندکړی دی، د ختیځي او لويدیځي نړۍ د روان ژوند پر ښېګڼو او بدګڼو د یو کره نقاد او اصلاح غوښتونکي شخص په توګه تم شوی دی، د دوی پر ظاهري او باطني حالت يې بحث کړی دی، او د خپلو پرتلیزو بحثونو په لړکې يې د شرقي دنیا د سمون او پرمختګ لپاره، نظرونه او پیغامونه وړاندي کړي.
٥_ په دې کیسه ییز متن کې د ژوند په باب ژور فلسفي مفاهیم هم بیان شوي دي، د ژوند منطق او مرام، د حقایقو د لټون د کشف او بیان په موخه څرګند شوي دي، ژوند ته د یو علمي_ فلسفي لیده کتل شوي دي او موږ ته د حقایقو او رڼا موندلو د لټون په موخه د یو خوځنده مشتاق، نه ستړي کیدونکي پردېس او مسافر لاروي ژوندی انځور مجسموي.
٦_  په (آواره) کې موږ د وطنۍ میني ښکاره ثبوتونه ګورو او په ضمن کې دا مهم مورد هم راته تلقین کېږي چې په پردیو ملکونو کې د خپل وطن محبت او اشتیاق او ارزښت لاهم باید زیات پوخ، مضبوط او قدرمن شي. استاد په سویس کې د خپل وطن ورته ګرانه پلازمېنه (کابل) یادوي، د کابل پر تاریخي عظمت، طبیعي جوړښت، بېساري ښایست، سیاسي او فرهنګي ارزښت او ورسره شوو تاداوو ژور نوستالوژیک اوهیله کونکی مکث کوي.
٧_  استاد پژواک د خپل ډېر ژور فکر ترڅنګ د یو ډېر لوړ هنري تخیل خاوند هم دی، ده په دې داستاني متن کې خپل شاعرانه قریحه هم کارولې ده، ددې لیکني ډېری برخه شاعرانه نثر جوړوي، اوکله چې يې لوستونکی لولې نو د ځینو برخو پر الفاظو، کلیمو او پاراګرافونو يې د آزاد شعر تنده او مینه ماتېږي.
٨_  د دې شننیز بحث په وروستیو کې د پایلي او لنډیز په توګه ویلای شو چې: د آواره داستان یوازي یوه کیسه ییز متن نه دی، بلکې دا غوره لیکنه د ډېرو علمي، هنري، ادبي، فلسفي، سیاسي، فرهنګي اړخونو یوه ګډه مغتنمه ګډوله او ښکلی هنري نثر دی، یاد متن د شاعر لپاره شعر، د فلیسوف لپاره فلسفه، د لیکوال لپاره د لیکوالۍ مهارتونه، د مسافر لپاره د موخیز سفر زده کړيزه محتوا، د حقیقت پلټونکي اوڅار انسان لپاره د ژور اِدراک لاري چاري، د سیاستوال لپاره سیاسي پوهه… وړاندي کوي او د لوستونکو لپاره په خپل متن کې دا ټوله مواد او محتوا رانغاړي. په ټوله کې ددې داستان اساسي مفکوره د غوره وطنپالني د ښه زده کړي د کره لاروچارو بنسټیزه موخه وړاندي کوي.
په دعا او درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...