Homeخبرونهد هدفمنو درملو پرمختګ له سرطان سره د اوږد ژوند امکان زیات...

د هدفمنو درملو پرمختګ له سرطان سره د اوږد ژوند امکان زیات کړی

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) څېړونکي وايي چې د تومورونو د جنیټیکي جوړښت په اړه دقیقې پوهې د سرطان درملنه بدله کړې او د هدفمنو درملو پرمختګ میلیونونو ناروغانو ته دا فرصت ورکړی چې له تشخیص وروسته د کلونو لپاره ژوند ته دوام ورکړي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې American Cancer Society د شمېرو له مخې، اوس شاوخوا ۱۸ میلیونه امریکایان چې د ژوند په یوه پړاو کې په سرطان اخته شوي وو، لا هم ژوندي دي. همداراز، نژدې ۷۰ سلنه ناروغان د سرطان له تشخیص وروسته لږ تر لږه پنځه کاله ژوند کوي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۱۹۷۰مو کلونو کې له ۵۰ سلنې کمه وه.

متخصصان وايي، د دودیزې کیمیاوي درملنې پر خلاف چې ټولې چټکې وده کوونکې حجرې په نښه کوي، نوي هدفمن درمل د هغو ځانګړو جنیټیکي بدلونونو او پروټینونو پر ضد عمل کوي چې د سرطان د ودې سبب کېږي. دې پرمختګ د ناروغانو د ژوند موده او کیفیت دواړه ښه کړي دي.

په راپور کې د هغو مېرمنو بېلګې هم یادې شوې چې له لسو تر شلو کلونو پورې یې د سینې، رِحِم او سږو له سرطان سره ژوند کړی دی. ځینو یې د هدفمنو درملو، هورموني درملنې او کلینیکي ازموینو په مرسته خپله ناروغي تر کنټرول لاندې ساتلې او عادي ژوند، سفرونه او ورځني فعالیتونه یې دوامداره ساتلي دي.

د امریکا د سرطان پېژندنې کلینکي ټولنې American Society of Clinical Oncology وروستۍ غونډې ته په وړاندې شویو څېړنو کې څرګنده شوې چې د ۱۵ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو کسانو ترمنځ د سرطان له امله د مړینې کچه له ۱۹۹۰ کال راهیسې ۲۵ سلنه راکمه شوې ده.

څېړنو همداراز د پانقراس سرطان، د پوستکي سرطان او د وینې د ځینو سرطانونو لپاره د نویو درملو په اړه هیله‌بخښوونکې پایلې وړاندې کړې دي.

کارپوهان باور لري چې په راتلونکې کې به د سرطان درملنه لا شخصي بڼه خپله کړي؛ یعنې د هر ناروغ د تومور بشپړ جنیټیکي پروفایل به وڅېړل شي او درملنه به د هماغه سرطان د ځانګړو ځانګړتیاوو پر بنسټ وټاکل شي.

د متخصصانو په وینا، که څه هم سرطان لا هم په نړۍ کې د مړینې له مهمو لاملونو څخه دی، خو د هدفمنو درملو او معافیت درملنې (Immunotherapy) پرمختګونه به په راتلونکو کلونو کې د ناروغانو د بقا کچه لا نوره هم لوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...