تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۱ مه) ایا پوهېږئ چې د نړۍ د یوه مشهور ښار رسمي نوم دومره اوږد دی، چې ډېری ځایي اوسېدونکي یې هم بشپړ نه شي یادولای؟
دا ښار د تایلنډ پلازمېنه بانکوک یا بنکاک دی، چې رسمي نوم یې ۱۶۸ توري لري او د نړۍ د ښارونو تر ټولو اوږد رسمي نوم ګڼل کېږي.
سره له دې چې په ټوله نړۍ کې دا ښار د بنکاک (Bangkok) په نوم پېژندل کېږي، خو د تایلنډ خلک یې عموماً کرونګ تېپ مها ناخون (Krung Thep Maha Nakhon) یا په لنډ ډول کرونګ تېپ (Krung Thep) بولي، ځکه بشپړ رسمي نوم یې یادول ډېر ستونزمن دي.
د بانکوک اوږد رسمي نوم د سنسکرت او پالي ژبو له کلمو جوړ شوی دی. د ښار د لنډ نوم، یعني «کرونګ تېپ»، معنا «د فرښتو ستر ښار» بلل کېږي.
کارپوهان وايي، د دې دومره اوږد نوم اصلي دلیل سم معلوم نه دی، خو باور کېږي چې دا نوم د تایلنډ د تاریخي، مذهبي او شاهي دودونو استازیتوب کوي.
د «بانکوک» نوم په اړه مشهوره نظریه دا ده چې له هغه پخواني نوم څخه اخیستل شوی، چې دا سیمه لا یو کوچنی کلی و. د ځینو روایتونو له مخې، «بانګ» د سیند پر غاړه د مېشت ځای او «ماکوک» د وحشي الوچې یا یوې ځنګلي مېوې نوم و، چې وروسته یې د وخت په تېرېدو سره د «بانکوک» بڼه خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې د تایلنډ حکومت په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ، چې د پلازمېنې لپاره د «Krung Thep Maha Nakhon» او «Bangkok» دواړه نومونه رسمي او د منلو دي، خو په نړیواله کچه لا هم بنکاک تر ټولو مشهور او کارېدونکی نوم دی.