Homeخبرونهمهاجر فراهي: د افغانستان د امنیت ګډوډوونکي به هر ځای مشروع هدفونه...

مهاجر فراهي: د افغانستان د امنیت ګډوډوونکي به هر ځای مشروع هدفونه وي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال، مهاجر فراهي په پاکستان کې د وروستیو بریدونو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د امنیت «ګډوډوونکي» به که هر چېرې وي، د اسلامي امارت له نظره مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې د داعش پر مرکزونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په اېکسپاڼه کې لیکلي: «فسادپال عناصر او یاغیان چې هر ځای وي، زموږ لپاره مشروع هدفونه دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت دفاع وزارت مخکې ویلي و چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د «داعش پر مرکزونو» هوايي بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: «له دې وروسته به افغانستان هېڅ ډول ګواښ او خطر ته چې د هېواد د امنیت او ثبات پر ضد وي، د فعالیت فرصت ورنه کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره به یې په پیل کې له منځه یوسي.»

خو له بلې خوا پاکستان ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې له ډیورند کرښې تر وراوښتو وروسته د هوايي دفاع سیستم په وسیله ویشتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...