ایران په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو په اړه له امریکا سره خبرې له هغه وروسته وځنډولې،
کله چې اسراییلو او حزب الله خپلو منځو کي د جمعې په ورځ د اوربند په تړون موافقه کړې وه، خو ډير ژر اسراييلو اوربند مات کړ او په لبنان یې بریدونه پیل کړل.
رویټرز خبري اژانس د متحده ایالاتو د یو لوړ پوړي چارواکي په قول راپور ورکړی، چې د لبنان په سویل کې د اسراییلو بریدونه دوام لري، چې له نیمې شپې راهیسې يې لږترلږه ۴۷ کسان وژلي دي.
بل خوا د ټرمپ مرستيال جي ډي وانس ویلي دي چې اسراییل باید د بل هرچا په څیر د سولې د پروسې بریا ته ‘درناوی’ وکړي.
د ایران وزارت خارجه مرستيال اسماعیل بقايی بيا ګواښ کړي چې د امریکا سره د تړون سرغړونې په صورت کي به اسراییل ” ‘لا جدي او دروند غبرګون” ترلاسه کړي
ښاغلی ټرمپ وايي: چې هغه له اسراییلو څخه وغوښتل چې د حزب الله اوربند ومني،
په داسې حال کي چې اسراییلي رژیم د متحده ایالاتو د سولې هڅو د تم کولو او سبوتاژولو لپاره له هيڅ ډول غیراخلاقي هڅو نه ډډه نه کوي.
راپورونه دا هم وایې چې ولسمشر ټرمپ له خپلي کورنۍ سره کمپ ډیویډ ته
تللی، دا سفر په داسې حال کې کیږي چې له ایران سره تاکل شوي خبرې په ټپه دریدلې دي، ټرمپ هڅه کوي تر څو د ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امضاء شوي موافقې پر بریالی توب او تطبیق کولو ټینګار وکړي.
په سویس کې د امریکا او ایران پلان شوې د جمعې ورځې خبرې اترې په لبنان کې د جګړې د شدت نه وروسته لغوه شوې.
د اسراییلو لخوا پر لبنان بریدونه او هممهاله په سویس کي د خبرو اترو لغوه کیدل د امريکا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او په منځني ختیځ کې د تیر په څیر د امن او ثبات د بیرته راګرځولو لپاره بنسټیز حیثیت درلود.
د اسراییلی رژیم پر لبنان بریدونو ته په پام سره په پوره ډاد سره ویلای شو چې شریر نتن یاهو او ملګرو یې نه غوښتل امریکا له ایران سره روغه جوړه وکړي، د سیاسی او نظامی ماهرینو د ارزونو پر بنسټ هغه ( نتن یاهو) د معاهدې تر وروستۍ شېبې پورې هڅې کولې ترمپ اړ باسي له دا ډول تاریخي سولې نه ډډه وکړي، خو کله چې یې سیاسي فشارونو کار ونه کړ، مجور شو په خپل ګورت کي د وروستي فشار لپاره دوه مهم کارډونه د تړون په خلاف وکاروي چې له لومړي نه به یې دوهم خورا خطرناک ثابت شي :
لومړی – د جنګ دوام
دوهم- د ايپستین کارډ
دا مهال نتن یاهو د جنګ د دوام له کاډ نه کار واخيست تر څو د صلحي پروسه په ټپه ودروي او یا ټرمپ مجبور کړي په توافق نامه کي د خپلي خوښي داسې ټکي ورګډ کړي چې ایران ته د منلو وړ نه وي، په داسي صورت کي به پروسه په خپله ناکامه شي، او اسراييل به د پخوا غوندې خر مستۍ کوی.
همدا رنګه که چېرې پورته تعامل کار ونه کړي نو د پخوانی موساد رئيس ( مشر) خبرو ته په پام سره به چې دوه ورځې وړاندې یې په یوه مرکه کي کړې وې داسي وویل: د نتن یاهو لخوا د امریکا او ایران د توافقنامې د ختمولو لپاره به د نتن یاهو لوي او وروستی اپشن د ايپستين د فایل څه برخې په پټ ډول ميډیا ته لېک او بربنډوي، هغو کي به د ټرمپ او د هغه ملګرو او ګڼ شمیر دولتي چارواکو او کانګریس غړو په اړه داسي څه رابرسیره شی چې تر اوسه پورې چا کله هم نه وي ليدلې، داسې پټ لړزونکي اسناد چې د ترمپ ادارې هیڅ یو کس یې افشا کولو ته ځان نشی تینګولای.
درنښت
علي خان