شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+نن د کډوالو نړیواله ورځ ده

نن د کډوالو نړیواله ورځ ده

تاند- نن د جون شلمه د کډوالو نړیوالو ورځ ده. دا ورځ په داسي حال کې لمانځل کېږي چې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه انسانان په مهاجرت کې شپې ورځې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هره یوه دقیقه کې ۲۰ تنه خپل ټول شته پرېږدي او د جګړو، زور زیاتي او وژل کېدو له وېرې تښتي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا دا کسان مجبوره کړای شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. د هغوی په منځ کې تر ۲۶ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه یوازې د ۵ هیوادونو دي. په بله ژبه په سلو کې ۶۸ کډوال د پنځو هیوادونو دي.

که څه هم د افغان کډوالو کره شمېر ښايي څرګند نه وي خو د کډوالو نړیواله کمیشنري وايي، افغانان په نړۍ کې د کډوالو د شمېر له پلوه درېیم دي. په هرو لسو افغانانو کې یو تن مهاجر دی. شاوخوا ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان په مهاجرت کې زېږېدلي دي. په سلو کې ۸۸ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت دي.

په ۲۰۲۲ کې تر ټولو ډېر کډوال سوریه وال وو. د نړۍ د ټولو کډوالو په سلو کې ۲۵ سوریه وال دي. د سوریې د کړکېچ ۱۰ کاله وځي په ۲۰۲۱ کې په نړۍ کې د سوري کډوالو شمېر ۶ میلیونه او ۷ لکه اټکل شوی و. اکثره سوریه وال لبنان، اردون، عراق، مصر او ترکیې ته کډوال شوي دي.

اوس د کډوالو یو بل ستر ملت اوکرانیان دي. له دغه هیواده په ډېر لنډ وخت کې تر ټولو ډېر کسان مهاجر شوي دي. د ۲۰۲۲ له اپریله تر ۵ میلیونه او ۲ لکه ډېر اوکراینیان له خپل هیواده کډوالېدو ته مجبوره شوي دي. نژدې ۳ میلیونه اوکراینیانو ګاونډي پولنډ ته پناه وړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب