Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ترانس افغان پروژې لګښت تر ۷ میلیارده ډالره اټکل شو

د ترانس افغان پروژې لګښت تر ۷ میلیارده ډالره اټکل شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال، جاسوربک چوره یف، ویلي چې ترانس افغان رېللارې پروژې د جوړولو لګښت د پخوانیو اټکلونو پرتله لوړ شوی او ښايي له ۷ میلیارده ډالرو څخه هم واوړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، چوره یف د جمعې په ورځ د تاشکند د پانګونې فورم په څنډه کې وویل چې د دې پروژې د امکان‌سنجۍ سروې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.

د هغه په وینا، د پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ میلیارد ډالر اټکل شوی و، خو اوسني ارزونې ښيي چې ټولټال لګښت به له ۷ میلیارده ډالرو څخه زیات وي.

چوره یف زیاته کړه چې د متحده عربي اماراتو او قطر په ګډون یو شمېر هېوادونو په دې پروژه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې او خبرې اترې لا هم روانې دي.

دغه رېللار چې له مزار شریف څخه کابل، خوست او خرلاڅۍ ته غځول کېږي، د ازبکستاني چارواکو په وینا به د پاکستان د کراچۍ بندر ته تر ټولو لنډه ټرانزیټي لار برابره کړي.

تمه ده چې دا دهلېز به هند له منځنۍ آسیا او د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو له ټولنې (CIS) سره هم ونښلوي.

د اټکلونو له مخې، دا رېللار به په کال کې د شاوخوا ۲۰ میلیون ټنه توکو د لېږد وړتیا ولري.

چوره یف همداراز ویلي چې یوروایشین پراختیايي بانک د دې پروژې د تمویل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د دې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو د پرمخ وړلو لپاره درې‌اړخیزه هوکړه لاسلیک کړې وه. د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارۍ لومړنی پلان هم په ۲۰۲۱ کال کې لاسلیک شوی و.

د ازبکستاني چارواکو په وینا، که مالي سرچینې برابرې شي، د دې سترې پروژې بشپړېدا به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...