Homeخبرونهد افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان په سرحدي سیمو کې یې...

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان په سرحدي سیمو کې یې د داعش پر پټنځایونو بریدونه کړي

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې یې د داعش پر مشکوکو هدفونو بریدونه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یو لړ بریدونو کې یې د پاکستان د بلوچستان ایالت او د خیبر پښتونخوا ایالت هغه پټنځایونه په نښه کړي چې د وزارت په وینا د داعش د غړو مرکزونه وو.

وزارت ادعا کړې چې دغه ځایونه د «دښمنو استخباراتي کړیو» په ملاتړ د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې او همغږۍ لپاره کارېدل او پخوا هم د یو شمېر خونړیو بریدونو د عملیاتي اډو په توګه کارول شوي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د افغانستان دا ادعا رد کړه چې ګنې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې یې د داعش پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي امنیت، د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د هغو متقابلو تورونو له امله ترینګلې دي چې ګواکې وسله‌والې ډلې د یو بل له خاورې کار اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:
«افغانستان به نور د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ ونه زغمي.»

تر دې مخکې د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د امنیتي چارواکو په قول ویلي و چې د داعش یو مهم مشر، چې افغانستان ته نژدې په پاکستان کې مېشت و، نیولی دی.

د ترکیې استخباراتو د داعش یو مهم مشر نیولی

1 COMMENT

  1. مطلب دا چې د داعش په برخه کې ترکیه هم دخیله ده او له دې عملیاتو ترکیه حکومت خبر چې خپل وګړی ترینه ایستلی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...