Homeخبرونهافغان الف (ابدالیان) کرکټ لوبډله له پایلوبې پاتې شوه

افغان الف (ابدالیان) کرکټ لوبډله له پایلوبې پاتې شوه

تاند (جمعه د غبرګولي/ جوزا ۲۹مه) د افغانستان، هندوستان او سرېلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ پایلوبې ته د هند او سرېلانکا لوبډلو لار ومونده.

افغانستان نن پر سرېلانکا د لوبې تر بایللو وروسته له پایلوبې پاتې شوه.

په نننۍ لوبه کې:

سرېلانکا لومړی توپوهنه وکړه او افغان الف ( ابدالیانو ) لوبډلې ته یې په ۵۰ اورونو کې ۳۲۲ منډو هدف ورکړ.

د افغان الف لوبډلې په ګټه فریدون داوودزي ۴، فرمان الله ساپي ۳ او محمد ابرهیم شریفي یو سریلانکایی لوبغاړی اوټ کړل.

افغان لوبډلې باید ټاکل شوی هدف په ۳۰ اوورونو کې پوره کړی وای څو پایلوبې ته یې لار موندلې وای خو بریالي نشو.

افغان ابدالیانو په ۴۳م اوور کې د ۲۱۹ منډو په کولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۱۰۳ منډو په توپير وبایلله.

په توپ وهنه کې افغان الف لوبډلې لپاره حسن عیساخیل ۷۴، فرمان الله ساپي ۴۳ او بهیرشاه محبوب ۳۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د دې لوبو پایلوبې ته هند او سرېلانکا لوبډلو لار ومونده.

افغان ابدالیانو تر دې وړاندې لوبه کې د هند الف لوبډلې پر وړاندې هم په ستر توپير لوبه بایللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو...