تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې افغانستان په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.
خلیلزاد په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې په یوه پیغام کې د افغانستان د دفاع وزارت هغې اعلامیې ته اشاره وکړه چې پکې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په سیمو کې د وسلهوالو پر پټنځایونو د عملیاتو ادعا شوې وه.
هغه خبرداری ورکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل کولای شي سیمه لا نوره بېثباته کړي، او له دواړو لورو یې وغوښتل چې اختلافات د کړکېچ د پراخولو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.
خلیلزاد ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید داسې دوهاړخیزه هوکړه وشي چې له مخې یې د هېڅ یوه هېواد خاوره د هغو اشخاصو یا ډلو له خوا ونه کارول شي چې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د داسې یوه ترتیب لپاره خپله چمتووالی ښودلی دی.
نوموړي همداراز وویل چې ترکیې د دې بهیر د ملاتړ وړاندیز کړی او چمتو ده چې په انقره کې د عملیاتو د همغږۍ د یوه مرکز کوربهتوب وکړي، څو د څارنې او همغږۍ چارې اسانه شي.
د امریکا استازي پر قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې هم غږ وکړ چې خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي، څو افغانستان او پاکستان یوې سولهییزې او دوامدارې هوکړې ته ورسېږي.
د خلیلزاد څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او نړیوالې غوښتنې مخ په ډېرېدو دي چې دواړه لوري له زغمه کار واخلي او د سیمې د لا زیاتې بېثباتۍ د مخنیوي لپاره خبرو اترو ته مخه کړي.