تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکڼي سیمې د سرو زرو د یوه کان د استخراج قرارداد یې له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.
د دې وزارت له خبرپاڼې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې، په دې پروژه کې به څه باندې ۸۰۲ میلیون افغانۍ پانګونه وشي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري دغه قرارداد د «جاوېد خان نیازي د کانونو او پروسس سوداګریز شرکت» له مسوولانو سره لاسلیک کړی دی.
ملا هدایتالله بدري ویلي چې دا کان ۰.۶۱۸۵۰۳ مربع کیلومتره مساحت لري او د پنځو کلونو لپاره د استخراج حق ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې یاد شرکت به په دې پروژه کې ټولټال ۸۰۲ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانۍ پانګونه وکړي او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې خپلې ژمنې هم عملي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاوېد خان نیازي د کانونو او پروسس شرکت مشر ژمنه کړې چې د قرارداد ټول شرایط به په بشپړ شفافیت او ټاکلي وخت کې عملي کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دولت به په دې کان کې ۶۰ سلنه ونډه ولري.