تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) ټاکل شوې ده چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال د یوه جګپوړي سیاسي، اقتصادي او حکومتي پلاوي په مشرۍ د جمعې په شپه کابل ته راورسېږي. دا درې ورځنی رسمي سفر د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پراخېدونکو اړیکو په لړ کې ترسره کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دغه پلاوی افغانستان ته د دې لپاره سفر کوي چې له افغان چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي، امنیتي، تجارتي، ترانزیټي او پانګونې په برخو کې همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې افغانستان او قزاقستان په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ، ټرانزیت، ترانسپورت، کرنیزو صادراتو او سیمهییزو همکاریو په برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړې دي. دواړو لورو په وار وار د سوداګریز حجم د زیاتولو او د ګډو پانګونو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
افغانستان د قزاقستان د غنمو یو لوی واردوونکی دی او له بلې خوا قزاقستان د ترانس افغان رېللارې د پروژط په ګډون د افغانستان په څو مهمو پروژو کې لېوالتیا ښوولې ده.