Homeخبرونه»بلجیم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربه‌توب د طالبانو خبرې...

»بلجیم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربه‌توب د طالبانو خبرې اترې درولی نه شي«

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د بلجیم د باندنیو چارو وزیر مکسیم پریو وايي، دی په شخصي ډول په بروکسل کې د طالبانو د استازو له ناستې سره مخالف دی، خو د اروپايي ټولنې د بنسټونو د کوربه هېواد په توګه د بلجیم د ژمنو له امله د دې سفر د مخنیوي توان نه لري.

اروپايي رسنیو پرون (پنجشنبه) راپور ورکړ چې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هغه په بروکسل کې د طالبانو د استازو د کوربه‌توب لپاره د اروپايي ټولنې له پلان سره مخالف دی، خو څرګنده یې کړه چې بلجیم د اروپايي ټولنې د بنسټونو د کوربه هېواد په توګه د خپلو مسوولیتونو له امله د دې سفر مخه نه شي نیولی.

د بلجیم خبري اژانس «بلګا» راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر مکسیم پریو د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د طالبانو د استازو د ویزو په اړه د اندېښنو له راپورته کېدو وروسته وپوښتل شو.

هغه وکیلانو ته وویل چې په شخصي توګه د طالبانو د چارواکو د استازو له بلنې سره موافق نه دی او د دې رژیم په رسمیت پېژندل لا هم له امکان څخه دباندې دي. خو په ورته وخت کې یې وویل چې د اروپايي ټولنې د بنسټونو د کوربه هېواد په توګه بلجیم ډېر محدود واک لري چې اروپايي ادارې کوم بهرنی پلاوی بروکسل ته رابولي.

د راپور له مخې، پریو تایید کړه چې بلجیم د افغان پلاوي د ویزو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي او امنیتي ادارو اړینې پلټنې بشپړې کړې دي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی د اروپايي کمېسیون په غوښتنه بروکسل ته لاړ شي، څو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه له افغانستان سره خبرې اترې ترسره کړي.

رویټرز خبري اژانس ته د بلجیم د باندنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د طالبانو د پنځو غړیو د وېزو غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...