تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د جنوبي آیرلنډ په پلازمېنه ډوبلین ښار کې وروسته له هغه چې د پولیسو او خلکو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او د چړې وهلو ادعاوې هم راپور شوې، یو ۲۷ کلن افغان ځوان د چړې د لرلو په تور ونیول شو.
د پولیسو په وینا، نسیم سلیمانخېل چې ثابت استوګنځای نه لري، د اپرېل په ۲۴مه په «کاتال بروها» واټ کې د داسې چړې د غیرقانوني لرلو په تور محکمې ته وړاندې شو چې د جدي ټپي کېدو سبب کېدای شي.
د پېښې جزییات
پولیسو ته د خلکو د راپور پر اساس، پېښه د ورځې شاوخوا ۱۲:۵۰ بجې د یوه پلورنځي مخې ته شوې. ویل کېږي چې یو شمېر کسانو ادعا کړې چې نوموړي په چړې د یو چا د وهلو هڅه کړې وه او وروسته د دوکان تر دروازې پورې تعقیب شوی.
محکمې ته ویل شوي چې ګڼ خلک راټول شوي وو او ځینو کسانو هڅه کړې وه چې د هغه مخه ونیسي.
د تورن ځواب او څېړنې
پولیسو ویلي، تورن د نیول کېدو پر مهال ادعا کړې چې په خپله پر ده برید شوی و او یوازې یې د ځان دفاع کوله. د هغه وکیل هم ویلي چې نوموړی تعقیب کېده او هڅه یې کوله ځان وژغوري.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ایا په رښتیا کوم څوک د چړې له امله ټپي شوی که نه، او پولیس وايي څېړنې لا هم روانې دي.
د ضمانت پرېکړه
محکمې د پېښې د جدي والي له امله نوموړي ته د ضمانت اجازه ورنه کړه، او قضیه به د محکمې په راتلونکو غونډو کې تعقیب شي.
په اروپايي هیوادونو کې د افغانانو له لوري د جنسي تېري، وژنو او جنګونو پېښې په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ په دوبي کې له افغانستانه د سلګونه زره افغانانو له کډوالېدو وروسته زیاتې شوي دي. دغو پېښو نه یوازې د افغانستان او افغانانو رنګ بد کړی، بلکې د کډوالو په توګه یې د افغانانو د پناه د غوښتنلیکونو له نه منل کېدو سره مرسته کړې ده.