تاند (یکشنبه د غویي/ثور ۶مه) د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا (دوشنبه) د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلونو اټکل کړی دی.
یاد ریاست په پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکنډي، غزني، بامیان، میدانوردګ، لوګر، ننګرهار، کابل، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
دغه راز په مرکزي، لوېدیځو او سویلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.