تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) اروپایي اتحادیې د افغانستان د وروستیو سېلونو په غبرګون کې د ۱۷۵ زره یورو په ارزښت د بشري مرستو یوه کڅوړه ځانګړې کړې ده.
دا مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او اورزګان ولایتونو کې له شاوخوا ۱۲ زره کسانو سره وشي چې هر کس ته څه باندې څوارلس نیم یورو رسېږي.
د اروپایي اتحادیې د خبرپاڼې له مخې، دا بودیجه به د افغاني سره میاشت ټولنې له لارې ولګول شي، څو زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې برابرې او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره شي.
همداراز، اړین توکي لکه خېمې، کمپلې او د کور نور وسایل به سېلځپلو ته ورکړل شي.
د دې تر څنګ، د حفظالصحې کڅوړې، د پاکو اوبو برابرول، او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم د دې مرستندوی پروګرام مهمې برخې دي.
نړیوال ملاتړ او پراخې مرستې
دا مالي مرسته د د سره صلیب او سره میاشت ټولنو د نړیوال فدراسیون د بیړني ناورین د غبرګون صندوق یوه برخه ده.
اروپایي اتحادیه لا هم په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه ګڼل کېږي، او د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې تر ۱۶۲ میلیون یورو زیاتې مرستې د مرستندویو بنسټونو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي.
بشري الوتنې او د مرستو لېږد
په وروستیو کلونو کې، اروپایي اتحادیې نژدې ۵۰ بشري الوتنې تنظیم کړې دي، چې د مرستو د لېږد په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی. یوازې سږ کال درې الوتنو ټولټال ۲۷۰ ټنه خوراکي او تغذیوي توکي افغانستان ته لېږدولي دي.
دا مرستې د سېل ځپلو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې ګڼل کېږي او د نړیوالو بنسټونو د دوامدار ملاتړ یوه بله بېلګه ده، څو په افغانستان کې له بشري بحران سره مبارزه وشي.