Homeخبرونهسرمنشي: «د ځمکې ورځ موږ ته دا را یادوي چې زموږ کره...

سرمنشي: «د ځمکې ورځ موږ ته دا را یادوي چې زموږ کره څومره نازکه ده.»

تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) ‏ ‏دغه ورځ په لومړي ځل په ۱۹۷۰ زیږیز کال کې ونومول شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د دې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس لیکلي: «د ځمکې ورځ موږ ته دا را یادوي چې د ځمکې خاورینه کره څومره نازکه ده.»

هغه وړاندیز کړی چې د ځمکې د خوندي ساتنې لپاره باید د نوې کېدونکې انرژۍ بدلون ګړندی کړای شي.

ګوترش دغه راز زیاته کړه چې، د طبیعت ساتنه او رغونه دې وشي او له اقلیم بدلون اغېزمنو ته دې رسېدنه وشي.

په دغه ورځ په بېلا بېلو هېوادونو کې په ډله ییزه توګه یا هم د اشر په بڼه د ځمکې د ښه کولو په نیت اقدامات کېږي. ونې کېنول کېږي،له لارو کوڅو خاورې خځلې ټولېږي، خلکو ته د پلاستیکو د نه کارولو په اړه د معلومات ور کول کېږي او خلک هڅول کېږي چې داسې توکي وکاروي چې د بیا کارولو وړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...