Homeخبرونهد افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېل اټکل شوی

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېل اټکل شوی

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳۰ مه) د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن (یکشنبه) د افغانستان په دوولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.

د دې ریاست د وړاندوینې له مخې به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندوز او بدخشان کې بارانونه واوري.

د وړاندوینې له مخې په دغو ولایتونو کې د باران کچه له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو خطر ورسره تړلی دی.

افغانستان په وروستیو کې د پر له پسې ورښتونو او سېلونو شاهد دی. د سېلونو له کبله سلګونه کسان مړه او ژوبل شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...