Homeخبرونهمیرویس اشرف، د شاپور ځدراڼ پوښتنه کړې او روغتيايي حالت یې د...

میرویس اشرف، د شاپور ځدراڼ پوښتنه کړې او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ بللی

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف په هند کې د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلی او زیاته کړې ده چې، روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې دی.

میرویس اشرف پرون شنبه ناوخته په خپله فېسبوک‌پاڼه د شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو ولیکل چې، حالت یې د ډاډ وړ دی او ان‌شاءالله ورځ تر بلې ښه کېږي.

اشرف همداراز په ډاګه کړې، چې د شاپور ځدراڼ ډاکټرانو د هغه بشپړ او جدي درملنې ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشهور توپ‌اچونکی، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې بستر دی.

شاپور ځدراڼ چې اوس ۳۸ کلن دی، تر یوې نیمې لسیزې زیات وخت د افغانستان کرکټ یو له کلیدي څېرو څخه وو او د خپل هېواد لپاره یې ډېرې نه‌هېرېدونکې لوبې کړې دي.

هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د هالنډ پر وړاندې وکړه او وروسته یې په مهمو سیالیو لکه د اسیا کرکټ شورا جام، د نړیوال جام د غوراوي سیالیو، د نړیوال جام په څو پړاوونو او نورو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره لوبې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...