Homeخبرونهنن (یکشنبه) د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د باران اټکل شوی

نن (یکشنبه) د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د باران اټکل شوی

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن ( یکشنبه) د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د خبرپاڼې مخې، دا ورښت په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د اټکل له مخې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې وي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی دی.

د دغو بادونو سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتو او سېلابونو له امله نږدې ۲۰۰ هېوادوال مړه او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...