Homeخبرونهد اسلام اباد پولیسو ۲۳ افغان کډوال ونیول

د اسلام اباد پولیسو ۲۳ افغان کډوال ونیول

تاند (سې شنبه، د وږي/ حمل ۲۵ مه) د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د لټون او تلاشي عملیاتو پر مهال شخړه شوې او څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د اسلام‌اباد پولیسو ویلي چې د دې عملیاتو د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۲۳ افغان کډوال د «ترهګرۍ په تور» نیول شوي دي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د اسلام‌اباد د ګولرای پولیسو د پوستې اړوند په «سرای خربوزه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کډوالو د نیولو پر وړاندې مقاومت وکړ.

د سیمې یوه پولیس چارواکي، ثاقب محمود، ادعا کړې چې د مبین په نوم د یوه کس په مشرۍ د کډوالو یوې ډلې یو پولیس سرتېری تښتولی او په یوه کور کې یې بندي کړی و. هغه زیاته کړې چې وروسته دغو کسانو هماغه کور ته اور هم ورته کړی دی.

په رسمي شکایت کې ویل شوي چې بریدګرو له یوه پولیس څخه ماشینګڼ هم اخیستی او د «وژلو په نیت» یې پرې ډزې کړې دي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مهال ۲۳ افغان کډوال د دې پېښې په تړاو په توقیف کې دي. پولیسو ویلي چې د دوی قضیه د دې هېواد د قوانینو له مخې، د ترهګرۍ ضد قانون د اوومې مادې پر اساس، تر څېړنې لاندې ده.

پولیسو همداراز اعلان کړی چې د ترهګرۍ ضد ادارې یو ټیم پراخ عملیات پیل کړي څو هغه نور شکمن کسان وپېژني او ونیسي چې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...