Homeخبرونهد اروپا په بازارونو کې د تېلو بیه تر ۱۵۰ ډالرو په...

د اروپا په بازارونو کې د تېلو بیه تر ۱۵۰ ډالرو په هر بېرل ورسېده

تاند )دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د دوشنبې په ورځ (حمل ۲۴) په اروپا کې د اومو تېلو د فزیکي محمولو بیه هر بېرل نژدې ۱۵۰ ډالرو ته لوړه شوه، ځکه د امریکا له لوري د هرمز تنګي د محاصرې طرحې د عرضې د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د امریکا سمندري ځواک د هرمز تنګي له لارې ایران ته د کښتیو د تګ راتګ د بندولو لپاره چمتووالی نیسي، د جون میاشتې لپاره د برنت تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه شاوخوا شپږ سلنه لوړه شوې او هر بېرل له ۱۰۰ ډالرو څخه اوښتې ده.

د ایران سمندري محاصره، چې وروسته له هغه مطرح شوې چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې موافقې ته ونه رسېدل، ښايي د ایران د تېلو صادرات محدود کړي.

د امریکا د ولسمشر له امر سره سم، د ایران سمندري محاصره نن (دوشنبې) د تهران په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شوې ده.

رویټرز زیاتوي چې دا بیه لا هم د ۲۰۰۸ کال د تاریخي لوړې بیې (۱۴۷ ډالرو په هر بېرل) څخه یو څه کمه ده.

خو د فزیکي حصول لپاره د اومو تېلو بیې تر دې ډېرې لوړې شوې دي، ځکه د هرمز تنګي عملي بندېدو په اروپا او اسیا کې پېرېدونکي اړ کړي چې د تېلو د برابرولو لپاره بیړه وکړي.

د «ایل‌ایس‌اي‌جي» د معلوماتو له مخې، د شمالي سمندرګي د فورتیز تېلو بیه د دوشنبې په ورځ ۱۴۸ ډالرو او ۸۷ سنتو ته ورسېده، چې د ۲۰۰۸ کال تر لوړې کچې هم واوښته.

د «رپسول» شرکت اجرایي مشر، خوسو جون ایماز، هم د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د فزیکي معاملاتو او مالي بازارونو د بیو ترمنځ د توپیر په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «فزیکي معاملات له سخت فشار سره مخامخ دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...