تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) قزاقستان غواړي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. دا به د اوسنۍ اندازې پرتله، چې شاوخوا پنځه سوه میلیون ډالره ده، یو لوی زیاتوالی وي.
دا خبره په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف کړې ده.
چارواکي وايي چې دا هدف به د سوداګرۍ د همکارۍ د پراخولو او په مهمو برخو کې د پانګونې د زیاتولو له لارې تعقیب شي.
سفیر ویلي چې قزاقستان په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو سکتور ته لېوالتیا لري او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال ملابرادر له دفتر سره یې رغنده خبرې هم شوې دي.
ګازیز اکباسوف همداراز د لویو زېربنايي پروژو لکه د تورغونډۍ ـ هرات رېللارې او د کندهار ـ سپین بولدک رېللارې په جوړولو کې پانګونې ته د قزاقستان علاقه څرګنده کړه.
نوموړي وویل چې قزاقستان چمتو دی چې په دغو پروژو کې تر پنځه سوه میلیون ډالرو پورې پانګونه وکړي، چې دا د سیمې د نښلونې لپاره د دې هېواد اوږدمهاله ژمنتیا ښيي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس عبدالواسع خادم د دې نوښت هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
هغه وویل چې د امنیت په وضعیت کې ښهوالي د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی او ټینګار یې وکړ چې د سوداګرۍ پراخول او پر ځان بسیا کېدل د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.