Homeخبرونهبادغیس کې د پیغمبرۍ دعوه کوونکی کس ونیول شو

بادغیس کې د پیغمبرۍ دعوه کوونکی کس ونیول شو

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۲۴مه) د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي چې، په دې ولایت کې  کې یې هغه کس نیولی چې د پیغمبرۍ دعوه یې کوله.

یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولانو په وینا، دا کس د قادس ولسوالي اوسېدونکی دی.

د مسوولانو په وینا، یاد کس ادعا لرله چې ورته الهام شوی او غیبي غږونه اوري او پر همدې بنسټ یې د پيغمبرۍ دعوه کړې وه.

سرچینه زیاتوي چې د نوموړي روغتیایي او رواني وضعیت عادي ارزول شوی او کومه څرګنده رواني ناروغي نه‌لري.

بل‌خوا د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وزارت د خرافاتو او هغو غیرشرعي کړنو پر وړاندې جدي اقدامات کوي چې ټولنه بې‌لارې کوي.

چارواکي وایي، نیول شوی کس د شرعي پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

3 COMMENTS

  1. له هغه وخته چې د داود خان پاچایی نسکوره او اخوانیان پاکستان ته لاړل له پیغمبری ریشخند جوړ شو. عربو به پیغمبر پسی خبری کولی چی دشپی معامله یی داسی وه، غسل یی عایشی سره یوجای کاو، ویل یی ښځه مو کرونده پکی کښت وکړی…دی کیسو دپیغمبر حیثیت را تیټ کړ. بیا یوه بل پسی جوړه کړه چی انتکننتیل لاندی دبرید په وخت پیغمبر قومنده راکوله او استشهادیانو ته یی ژر ژر دجنت سند ولیک، بل بیا تر دی بتر … دا بیچاره هم کوم همداسی غول او جاهل دی، نو ته ولا دا د هلمند ارزګان کندهار کلی څومره پس مانده دی مطلق جهل پکی ده دی بیچاره به اوریدلی وی چی پیغمبر لوی سړی و، بس لګیا ده وای زه پغمبر یم. دینی پوهه صفر ده که دینی پوهه وای ملا به تبیلغ نه کاو چی ښځه له ښځی حمل اخلی یا زمری په کوزړی ویشتل کیږی… دا ټول یو رقم خرافات دی

  2. که یاد وزارت رښنتا هم د خرافاتو مخه نیول غواړې لومړی دی د عالمانو د شورا خلیفه دینی ونیسي چې په یوه ورځ کې په زرګونو ځله خرافات تولیدوي. هغه چې د ښځو له توهین پرته بل کار نه لري. کله یې د مور په جنازه کې رسول الله مبارک ولاړ وي کله یې په کوزه زمری ویشتلی وي. کله یې بیا انلاین اولاد د خلفیه له برکته پیدا شوی کله هم بیا یوه خلیفه مزید د بل خلفیه مرید کیدل شرک بولی

  3. دا خبر درواغ دی ځکه د همدې سړی نوم او عکس به یې هم خپور کړی و. طالبان په دې توګه غواړې چې د خلیفه دینو د خبرو له پاره خلکو ته دا ذهینت ورکړي چې دینی پوهه دومره کمه شوي ده. نو هر هغه څه چې خلیفه دینو وايي سم وايي. اول د هغه نیول په کار دی بیا د حماسی نیول په کار دي چې کله سلیمان پیغمبر د لوګر په غرونو کې را کښته کوي او کله د مور په نس کې په دې خبر وي چې هغه ده غوا رمباړه وکړه او کله هم اوبه د ښکلو نجونو لیدو ته خوشحاله بولی او موجونه وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...