Home+د ټپو جنګ | شاه‌محمود میاخېل

د ټپو جنګ | شاه‌محمود میاخېل

د ایران هغسې، پاکستان داسې او امریکا بل شانتې لوبو او سیاست باندې بحث کول ښه کار دی خو د افغانانو لپاره دا مهمه ده چې په خپلو ګټو فکر وکړي او څنګه خپلې ګټې خوندي وساتلی شي؟

ایا افغانان بهر او دننه، د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره څه فکر لري؟ که ټوله ورځ به همدا وایو چې ایران هغسې، پاکستان داسې او امریکا بل شانتې لوبې وکړلې؟ یا به شپه او ورځ په دې مصروفه یو چې د بل د خولې نه یوه خبره ووځي او نور یې په ترپ وغندي. د نورو په حالاتو اضافي، بې محتوا، بې ربطه خبرې چې اکثره د معلوماتي خلا په چوکاټ کې تر سره کیږي څه ګټه نه لري.

پخوا به په کلو او بانډو کې خلکو په ودونو او خوشالیو کې دوه جوړې هنرمندان راوړل او بیا به یې ازادې ټپې سره په میداني ساز کې ویلې. یو هنرمند چې به ټپه وویله نو بل به یې مقابل کې بله ټپه وویله. په همدې ډول به شپه سبا او د سهار لمونځ قضا شو.

د افغانانو اوسنې ټپې یوه د کابله، بله د واشنګټنه، بله د لندنه، بله د پاریسه، بله د اسلام اباده، بله د تهرانه یا نورو ښارونو نه ویل کیږي. پدیتوګه د افغاناتو تر منځ دا ټپې په هیواد کې دننه او بهر د بیلا بیلو ښارونو نه منفي ټپې دي چې د یو بل په ضد ویل کیږي، خو د کابل او افغانستان د ګټو ټپه د دغه ټپو په منځ کې ورکه ده چې ایا زمونږ دا ټپې، تبصرې، ټیک ټاک او د ټویټر بحثونه د ځان د خوشالولو او شپو د تیرولو لپاره دي که هدف افغانستان او د افغانستان د خلکو ثبات او هوساینه ده؟ که افغانستان ارام او با ثباته نه وي، هر څومره چې د ټپو غږونه اوچت کړو، څه نتیجه نه ورکوي او افغانان ټول که هر چیرته وي، روح به یې ناارامه وي.

د کابل نه د طالبانو ټپه د ټولو ټپو نه مهمه ده ځکه تر څو هلته مثبت تغیر رانشي، بیروني ټپې په درد نه خوري. د کابل ټپو ته به دنیا او افغانان تر هغې په مثبته توګه ونه ګوري تر څو د هغوی د ټپو محتوا ملي رنګ نه وي نیولې. د ملي ټپو په منځ کې ملي مؤخې باید په نظر کې ونیول شي او د ملي او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده شي. نورې ټولې ټپې او هلې ځلې څه نتیجه نه ورکوي او افغانستان د انزوا له حالت نه وتلی نشي.

که افغانستان همداسې د انزوا په حالت کې پاتې کیږي، د دې مثال د نري رنځ دی چې په تدریجي توګه به مریض مري او هیواد به بې سرپرسته پاتې کیږي چې نه به یې مړی څوک ښخوي او نه به یې کورنۍ او بچي د عزت ژوند ولري.

په دې خاطر د منفي او د جنګ د ټپو د ویلو نه څه نه جوړیږي او نه د یو د بل د پوستونو او تبصرو هوایي مقابله څه ګټه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...