Homeخبرونهسپاه: هرمز تنګي ته د پوځي بېړیو نژدې کېدا «د اوربند سرغړونه»...

سپاه: هرمز تنګي ته د پوځي بېړیو نژدې کېدا «د اوربند سرغړونه» بلل کېږي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د ایران سپاه پاسداران ځواک د یکشنبې په ورځ، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د ایران د سمندري محاصرې او د هرمز تنګي د ماین‌پاکۍ امر ورکړ، اعلان وکړ چې دې اوبو ته د پوځي بېړیو نژدې کېدل «د اوربند نقض» ګڼل کېږي.

دا نازک اوربند تېره چهارشنبه د دوو اوونیو په مخه د ایران او امریکا ترمنځ ټینګ شوی و، خو هغه مذاکرات چې د شنبې په ورځ د دواړو لورو د جګپوړو استازو ترمنځ په پاکستان کې ترسره شول، بې پایلې پای ته ورسېدل.

د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د خپل هېواد سمندري ځواک ته یې امر کړی څو هرمز تنګی محاصره کړي او هغه ماینونه له منځه یوسي چې د ده په وینا ایران ځای پر ځای کړي دي.

سپاه پاسداران په خپل بیان کې چې ټرمپ له څرګندونو وروسته یې خپور کړ، وویل چې د هرمز تنګی د اسلامي جمهوریت تر «هوښیار کنټرول او مدیریت» لاندې دی او د ملکي بېړیو پر مخ پرانیستی دی.

په بیان کې ټینګار شوی چې هره پوځي بېړۍ چې په هر نوم او پلمې هرمز تنګي ته د نژدې کېدو هڅه وکړي، دا به د اوربند سرغړونه وبلل شي او له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د دوی جنګي بېړۍ د یوې پراخې دندې په چوکاټ کې، له هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا لاره له ماینونو پاکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...