Homeخبرونهسبا د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

سبا د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) له بامیان او دایکندي ولایتونو پرته د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې سبا دوشنبه د اپرېل ۱۳مه د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین عمومي کمپاین پيلیږي.

روغتیايي مسوولان وایي چې، په دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې  دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالونو د کم عمر ۱۲.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په دې کمپاین کې د سړې هوای له امله بامیان او دایکندي ولایتونه نه دي شامل او د مسوولانو په خبره یوه اونۍ وروسته به دې ولایتونو کې پيل شي.

دا په افغانستان کې د سږني کال د پولیو دویم واکسین کمپاین دی، له دې مخکې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ کمپاین د فبرورۍ میاشت کې وشو چې پکې نږدې څلور میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.

افغانستان او پاکستان یو له هغو هېوادونو دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...