Homeخبرونهمشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین  د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه.

هغه د شنبې په شپه د ممبۍ په یوه روغتون کې د روغتیایي وضعیت خرابېدو له امله بستر شوې وه.

د نوموړې زوی نن د هغې مړینه تایید کړه.

اشا بهوسلې د هند د مشهورې سندرغاړې لتا منګېشکر خور وه.

د هغې غږ د هند په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم مینه وال درلودل.

نوموړې په ۱۹۴۷کال کې د سندرو په ویلو پیل وکړ، چې په ۲۰ هندي ژبو یې تر ۱۲ زره  زیاتې سندرې ویلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...