تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د کندهار ولایت په سویل کې د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر (د کندهار نړیوال هوايي ډګر) کې د نوي ترمینل او تمځای (پارکینګ) د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې لګښت یې شاوخوا ۸۰۰ میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
په یوه خبرپاڼه کې دغه وزارت ویلي چې دا پروژه به په دوو پړاوونو کې پلي شي او تمه ده چې په دوه نیمو کلونو کې بشپړه شي.
د خبرپاڼې له مخې، نوی ترمینل به د شاوخوا ۳۰۰۰ مسافرو د ځایولو وړتیا ولري او په ټولو لازمو اسانتیاوو به سمبال وي.
وزارت همداراز تایید کړې چې د دې پروژې ټول لګښت ۸۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د کندهار اوسنی نړیوال هوايي ډګر او ترمینل په ۱۹۶۲ م کال د امریکا په مرسته جوړ شوی. په هماغه مهال دا هوايي ډګر د سیمې یو له ډېرو مهمو او پراخو هوايي ډګرونو څخه شمېرل کېده. تمه وه چې د کندهار هوايي ډګر د لویدیځ او ختیځ هیوادونو ترمنځ د تلونکو- راتلونکو الوتکو دمه ځای شي خو د دغه هوايي ډګر تر جوړېدو لږ وروسته د کراچۍ هوايي ډګر جوړ شو.
د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر په ۲۰۰۱ م کال کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له راتګه وروسته بیا ورغول شو او هغوی ورڅخه د خپلو عملیاتو لپاره د یوې مهمې اډې په توګه کار اخیست.