Home+په برلین کې د ملي مرکې دویمه ناسته

په برلین کې د ملي مرکې دویمه ناسته

«سوله له عدالت پرته ناشونې ده»

د ٢٠٢٦ کال د اپرېل ١١مه

برلین یو ځل بیا د مخورو افغانانو او ټولنیزو شخصیتونو د یوې ارزښتناکې غونډې شاهد و. د ملي مرکې دویمه ناسته د افغانستان د سولې کمېټې په کوربتوب او تر دې سرليک لاندې ترسره شوه: «برلین افغان ډیاسپورا سره نښلوي». په دې ناسته کې د افغانستان شاوخوا ۷۰ علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون درلود.

ناسته د ډاکتر ګل‌رحیم صافي په پرانیستونکې وینا پیل شوه؛ ده په خپلو خبرو کې د ناستې پر اهدافو رڼا واچوله او د تلپاتې سولې لپاره یې د خبرو اترو، زغم او ټولنیز عدالت پر اړتیا ځانګړی ټینګار وکړ.

د پروګرام په دریو اساسي محورونو کې—ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د زغم فرهنګ—د افغانستان د نننۍ مهمو اړتیاوو په توګه مطرح او وڅېړل شوې.

د ناستې په لومړي برخه کې، ښاغلي خیرالله سراج د ملي مرکې د تېر مزل، ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه لاره یې روښانه کړه، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د اړیکو پُلونو جوړول دي، که په هېواد کې وي او که بهر کې.

په دویمه برخه کې، آغلې مینه جواد د دې خبرې تر سرلیک لاندې چې «سوله له عدالت پرته ناشونې ده»، د دوامدار ثبات او پراختیا لپاره د ښځو د حقونو پر ونډې او اړتیا رڼا واچوله. ورپسې د آغلو مهریه آشفته او فرشته حسین په ګډون یوه ګډ پینل پر مطرح شویو موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ.

د ناستې درېیمه برخه د ښاغلي ابراهیم هوتک په وینا پیل شوه، چې د سولې، ملي یووالي او ټولنیز تفاهم لپاره یې د خبرو اترو، زغم او یو بل منلو فرهنګ پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې. وروسته ګډونوالو د تحلیلي ورکشاپونو په ترڅ کې د ښاغلیو علم ګل سحر، وحید توخي حلیمیار، ډاکتر عبدالعظیم نوربخش او ابراهیم هوتک په مدیریت د دې فرهنګ د ایجاد او پیاوړتیا په لاره کې ستونزې، حل لارې او د عمل لارنقشه وڅېړله. د دې بحثونو پایله د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو تګلارو په بڼه تنظیم شوه.

د ورکشاپ ګډونوالو د افغان نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو په اړه ژوره اندېښنه وښودله او تېر پنځه کلن محدودیتونه یې د نجونو او ټول هېواد په حق کې یو ستر ظلم او د ملي ګټو لپاره نه جبرانېدونکی زیان وباله. هغوی ګډه ژمنه وکړه، چې د افغان نجونو غږ به پورته کوي او د دې لویې بې‌عدالتۍ پر وړاندې به مبارزه کوي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې له همدې ځایه د «پرېږدئ افغان نجونې زده کړې وکړي» تر شعار لاندې د ملي مرکې له لوري یو ملي کمپاین پیل شي.

د ملي مرکې دې ناسته وښوده چې افغان دیاسپورا، سره له جغرافیایي واټنونو، لا هم کولای شي د سولې، عدالت او ملي یووالي په لاره کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د ملي مرکې ناسته د هغو غونډو تسلسل دی، چې تېر کال د نړۍ په ګڼو ښارونو، لکه لندن، برلین ١، کولن، سکرمنتو، برمينګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت کې جوړې شوې وې.

نشست دوم گفتمان ملی “مرکه ملی” در برلین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...