Home+په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان
پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه.
پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه برلین کې له هومبولټ فورم او یو شمېر نورو فرهنګي موسسو سره په ګډه د مارچ پر ۲۱ نېټه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز د بېلا بېلو فرهنګي پروګرامونو په وړاندې کولو سره ونمانځه.
د نوروز جشن په برلین کې د جرمني د فرهنګي مرکز هومبولټ فورم په تاریخي ودانۍ او موزیم کې د افغانستان، ایران، ازبکستان او کردستان فرهنګي موسسو، فرهنګي ټولنو او هنرمندانو دوديزه موسیقي، دودیزې نڅاوې، د نوروز په اړه فرهنګي بحثونه او  همدارنګه د سیمه ییزو خوړو او فرهنګي توکو  نندارتونونه او شمېر نور فرهنګي پروګرامونه ترسره کړل.
له یاد جشن څخه د جرمني، اروپايي هېوادونو ، د نوروز حوزې هېوادونو او افغانانو په ګډون تر پنځه زرو (۵۰۰۰) زیاتو مېرمنو، نارینه وو او ماشومانو لیدنه وکړه.
د پل فرهنګي او کلتوري ټولنه چې له تېر یوه کال راهیسې د جرمني په برلین کې  فرهنګي فعالیت کوي په همدې جشن کې فعاله ونډه واخسیته او د افغانستان استازیتوب یې وکړ.
د نوروز په فرهنګي جشن کې د پل فرهنګي او کلتوري ټولنې فعالو غړو او یو شمېر افغان هنرمندانو بېلا بېل فرهنګي پروګرامونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د پل فرهنګي ټولنې غړو د جشن په ترڅ کې ګډونوالو ماشومانو ته نکریزې کېښودې، افغاني سمنک او خواږه يې هم ووېشل. دغه پسرلنی جشن د ماښام په نهو بجو پای ته ورسیده. پل فرهنګي او کلتوري ټولنه هڅه کوي چې په راتلونکې کې په جرمني او نورو هېوادونو کې د افغانې کلتور د ودې او پراختيا په اړوند فرهنګي، ټولنيز او ادبي فعاليتونه تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...