Homeخبرونهم.م. افغان نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

م.م. افغان نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچادرډ بینیټ د نوي کال له پیل سره سم اندېښنه څرګنده کړه چې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي.

هغه دا موضوع د نوروز د مبارکۍ په پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۲مه) یې په «X»ایکسپاڼه کې خپور کړی و، یاده کړې ده.

نن (دوشنبې) د سړو سیمو ښوونځي په داسي حال کې برانیستل شول چې یو وار بیا له شپږم ټولکي پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې زده کړو ته دوام ورکړي.

بینیټ ټینګار وکړ چې نه یوازې نجونې له ښوونځیو، بلکې له پوهنتوني لوړو زده کړو څخه منع شوې دي. هغه له طالبانو وغوښتل چې دا محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي استازي ویلي:
«نوروز دې مبارک وي ټولو هغو ته چې لمانځي یې! زه یادونه کوم چې یوازې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال داسې پیلېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تللی او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. دا د منلو نه ده او باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي!»

نړیوال سازمانونه پرله‌پسې خبرداری ورکوي چې د نجونو له زده کړو محرومول نه یوازې د هغوی پر شخصي راتلونکې اغېز کوي، بلکې پر ټول افغانستان پراخ ټولنیز او اقتصادي منفي اغېزې هم لري.

افغانستان یو وخت په سیمه کې د ښځینه زده کړو له چټکو وده کوونکو هېوادونو څخه و، او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې میلیونونه نجونې په ښوونځیو کې شاملې وې.

په نړیواله کچه، د نجونو زده کړو ته لاسرسی د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او بشري حقونو یو مهم بنسټ ګڼل کېږي، چې له همدې امله په افغانستان کې روان محدودیتونه د نړیوالې اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه لا هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو لپاره د زده کړو فرصتونه بېرته اعاده شي، او ټینګار کوي چې د دې محدودیتونو لرې کول د بشري حقونو او ملي پرمختګ دواړو لپاره حیاتي اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...