تاند (پنجشنبه د کب – حوت ۱۴مه) د افغانستان کرکټ بورډ په تازه پرېکړه کې تر سختو ناندریو وروسته راشدخان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر وټاکه.
کرکټ بورډ دغه پرېکړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د سرېلانکا پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې د اعلان پر مهال اعلان کړه.
په دې کنفرانس کې کرکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د دواړه فارمټونو لپاره لوبډلې هم اعلان کړې.
د کرکټ تازه درجه بندي؛ راشدخان او عظمت لومړي مقامونه خپل کړي
د شل اوره لوبډلې په نوملړ کې:
ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، راشدخان، صدیق اتل، درویش رسولي،نورالرحمن، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، شاهدالله کمال، ضیاء الرحمن شریفي، فریدملک، عبدالله احمدزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن او نوراحمد لکڼوال شامل دي.
ننګیال خروټی، بلال سمیع او اعجاز احمدزی بیا احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.
د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې:
رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، درویش رسولي، رحمت شا، حشمت شاهدي لوبډلمشر، اکرام علیخیل، ننګیال خروټی،محمد نبي،راشدخان، عظمت الله عمرزی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فریدملک او ضیاء الرحمن شریفي شامل دي.
دغه راز بیا فضل الحق فاروقي، اسحاق رحیمي او ګلبدین نائب په دواړه فارمټونو کې نه دي اخیستل شوي.
دا لوبډله په داسې مهال اعلانېږي چې، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د مارچ په ۱۳مه له سرېلانکا سره لوبلړۍ پيل شي.له سرېلانکا سره افغان لوبډله درې شل اوره او درې یو ورځنۍ لوبې لري.
دا بدلون په داسې مهال اعلان شو چې، تازه د افغان لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټرات هم بدل او پر ځای یې نوی روزونکی وټاکل شو.
کرکټ بورډ د راشدخان د ګوښه کېدو لپاره کوم واضح دلیل وړاندې نه کړ او نه هم راشدخان په دې تړاو کوم غبرګون ښودلی دی.