پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeمقالېڅنګه د نفوذي بریدونو مخه نیول کېدی شي؟‎

څنګه د نفوذي بریدونو مخه نیول کېدی شي؟‎

تر شل کلني خلا وروسته د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو بیرته احیا چې د یو ملت د ملا د ستني حیثیت لري د افغانستان د ابادۍ او استقلال دپاره پرته له شکه یو حیاتي اقدام وه.
خو دا چې عسکري نظام د نورو حګومتي ادارو په څېر اصول او مقرارت لري چې د همدې نظام په استقرار او تداوم کې حیاتي ارزښت لري، که د یاد نظام اصول او مقرارت صرف نظر کیږي او غفلت پکښي کیږي نو ددې اثر مستقیماً د هیواد پر امنیت پرېوزي.
په ورستیو کلنو کې د سیاسینو او د پخوانیو جنسلارانو په ملي امنیتي ځواک کې مداخله چې په نتیجه کې یي ضعیفترینه مدریت، د مقرراتو او پرنسیپونو پر ځای په ملي امنیتي ځواک کې په واسطه د سرتیرو او قومندانانو ګمارل چې د نظم ، تجهیز او انګیزې له منځه وړلو سبب شوې او د هیوادنۍ میني پر ځای احزابو ته تمایل د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملا ور ماته او د بغاوت ملا ور وتړل.
په میاشتو د سرتیرو محاصره او مرسته نه ورسېدل ، زخمیان د جګړې په ډګر کې د هغو الوتکو په انتظار د شهادت ته غاړې ورکول چې د دوی د مرستي پر ځای سیاسینو او جنګسالارانو د تفریح د پاره په هوا کې منظرې په کولې ، د جګړې ګټلو او امینت ساتلو منطق منطق له منڅه وړی.
د جنګ په ډګر کې ثابت حقیقت دا دی چې نظم ، تجهیز او انګیزه اساسي رول لوبوي او دا هر څه د زهني روان سره مستقیمه اړیکه لري ، کله چې سرتیري په نس موړ مجهز او یوه سالمه رهبري ولري هیڅ امکان نه لري چې د جنګ او د سنګره دي تېښته وکړي.
موږ په ځینو نورو مقالو کې هم ددې یادونه کړې وه چې که ملي امنیتي ځواکونه تجهیز ، منظم او وړه رهبري ولري ددې امکان نشته چې ترهګر دي ان د یوې لیري سیمي امنیتي پوسته سقوط کړي ولسوالۍ او ښارونه خو لا لیري خبره ده.
په امنیتي قواو کې نفوذي بریدونو چې اساسي لامل یې د سرتیرو په جلب او جذب کې د مقراراتو او پرنسیپونو پر ځای واسطه او شناخت پالل دي د افغان او د دوی بهرنیو روزونکو تر منځ د بې باورۍ سره سره په خپله د افغان سرتیرو تر منځ د بې باورۍ پدیده رامنځ ته کړې ده.
لکه څومره چې د یادو بریدونو پایلي خطرناکي دي په هم هغه اندازه یې په اسانۍ مخه نیول کېدلای شي.
ریفورم ،د قواعدو او مقرراتو عملي کول ، او دسرتیرو نظم او تجهیز ته لکه څنګه چې لازمه ده توجه ورته کول نه یوازې د نفوذي بریدونو مخه نیسي بلکي د هیواد پر امنیت مستقیم اغېز لرلای شي

بصیر عاصم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب