پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر بندیږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر بندیږي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې خپل کار به ژر پای ته ورسوي.

د دې ادارې د پوسټ له مخې چې په ایکسپاڼه کې یې خپور کړی، سیګار له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته د جنورۍ په ۳۱ مه خپل کار رسماً د تل لپاره پای ته رسوي.

سیګار چې د «افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر» لنډیز دی، په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړ شو. د دې ادارې موخه په افغانستان کې د امریکا پر مرستو او لګښتونو څارنه وه.

دې ادارې په خپل پوسټ کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له سیګار سره یې همکاري کړې یا یې د دې ادارې فعالیتونه تعقیب کړي دي، او لیکلي یې دي چې د جنورۍ ۳۱مه به یې وروستۍ کاري ورځ وي.

تر دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش له کانګرس څخه غوښتي و چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د کمېدو له امله دې د سیګار ماموریت په راتلونکي کال کې پای ته ورسول شي.

 همداراز، سیګار په خپل وروستي راپور کې کانګرس ته وړاندیز کړی و چې د دې ادارې فعالیت دې د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختم شي او له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته دې د افغانستان لپاره د امریکا پر مرستو د څارنې مسوولیت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) ته وسپارل شي.

سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې په ځلونو د افغانستان په پراختیایي پروژو کې د ملیاردونو ډالرو فساد، ناوړه استفادې او درغلیو راپورونه خپاره کړي دي.

دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د دې هېواد تر ټولو لوی تمویلوونکی پاتې شوې ده. د سیګار په وینا، امریکا یوازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ۳.۸ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...