پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهوټس اپ د خپلو کاروونکو د امنیت لپاره نوی فیجر اعلان کړ

وټس اپ د خپلو کاروونکو د امنیت لپاره نوی فیجر اعلان کړ

تاند (ينجشنبه د سلواغې/ دلوې ۹ مه) وټس‌اپ د کاروونکو د امنیت د لا ښه کولو لپاره د «سټریکټ اکاونټ سیټینګ» (Strict Account Settings) په نوم یو نوی فیچر معرفي کړی دی.

د وټس‌اپ په وینا، دا فیچر په ځانګړي ډول د هغو کاروونکو لپاره جوړ شوی چې له سایبري بریدونو، جاسوسي سافټویر (سپای‌وېیر) او ډیجیټلي څارنې له ګواښونو سره مخامخ وي.

کله چې دا فیچر فعال شي، د کاروونکي پر حساب (اکاونټ) به په اوتومات ډول تر ټولو سخت د محرمیت کنټرولونه عملي شي، چې له مخې به یې د ناپېژندل شوو اړیکو (کانټاکټونو) له لوري لېږل شوي اټېچمنټونه او میډیا فایلونه بندېږي.

کمپنۍ وايي، دا فیچر په ځانګړي ډول د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او عامه څېرو لپاره جوړ شوی، ځکه هغوی د سایبري بریدونو له لوړ خطر سره مخامخ وي.

د «سټریکټ اکاونټ سیټینګ» له فعالېدو سره به د کاروونکي حساب د لاک‌ډاون حالت ته ولاړ شي، چې پکې به ځینې ځانګړي فیچرونه محدود شي تر څو امنیت ډاډمن شي. کاروونکي کولای شي دا فیچر د Settings > Privacy > Advanced له لارې فعال کړي.

د وټس‌اپ په وینا، د دې فیچر خپرول (رول‌اوټ) پیل شوي او په راتلونکو اوونیو کې به ټولو کاروونکو ته ورسېږي.

د وټس‌اپ امنیتي بنسټ نور هم پیاوړی کېږي
وټس‌اپ د خپل امنیتي جوړښت/ بنسټ د لا پیاوړتیا لپاره د Rust پروګرامنګ ژبې کارول هم پیل کړي دي.

د کمپنۍ په وینا، رسټ د حافظې له پلوه یوه خوندي (memory-safe) پروګرامنګ ژبه ده، چې د C++ میډیا لایبررۍ سره یو ځای کارول کېږي تر څو تصویرونه، ویډیوګانې او پیغامونه لا خوندي وساتل شي.

وټس‌اپ د اپلېکېشن دننه د C++ کوډ شاوخوا ۱۶۰ زره کرښې د رسټ په نژدې ۹۰ زره کرښو بدلې کړې دي، چې له امله یې د سیستم کار او وړتیا ښه شوې او د حافظې د کارونې پر مهال لګښت (runtime) کم شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...