Homeخبرونهروسیې او طالبانو پر پوځي همکاریو خبرې وکړې

روسیې او طالبانو پر پوځي همکاریو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) د روسیې او طالبانو د دفاع وزارتونو مرستیالانو پرون (چهارشنبې) په مسکو کې د پوځي او امنیتي همکاریو او د هغې د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دې هېواد د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید په مسکو کې سره لیدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي: «په دې کتنه کې هغه برخې چې د دواړو لوریو لپاره اهمیت لري، او د پوځي همکاریو د پراختیا وضعیت او امکانات وڅېړل شول.»

تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت پر اساس وویل، دواړه لوري په دې ناسته کې د ګډو ګټو په برخو کې د پوځي همکاریو د اوسني وضعیت او د پراختیا د راتلونکو امکاناتو په اړه ږغېدلي دي.

د روسیې انترفاکس خبري اژانس هم ویلي چې د دې لیدنې اصلي موخه د پوځي همکاریو د پیاوړتیا د لارو چارو ارزول او د اړیکو د دوام لپاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول وو.

انټرفاکس د روسیې د دفاع وزارت د بیان پر اساس ویلي:
«د دې لیدنې د پایلو پر بنسټ، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د منظمې او سیستماتیکې پوځي همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به په ګډه راتلونکي ګامونه اخلي.»

په افغانستان کې لا هم ګڼ شمېر روسي وسلې پاته دي چې ترمیم او پِرزو ته اړتیا لري او ویل کېږي چې طالبان غواړي مسکو ورسره د دغو پوځي وسلو، وسایطو او څرخکو د ترمیم او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...