پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ټرمپ د څرګندونو غبرګون: شهزاده هري وايي دوه ځلې په افغانستان...

د ټرمپ د څرګندونو غبرګون: شهزاده هري وايي دوه ځلې په افغانستان کې جنګېدلی

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د بریتانیا شهزاده هري، چې د بریتانیايي پوځ له لوري یې په افغانستان کې دوه ځله دنده ترسره کړې ده، وايي چې د بریتانیا او متحدو هېوادونو د سرتېرو قربانۍ «باید په صداقت او درناوي سره یادې شي». دا څرګندونې هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په ځواب کې وکړې چې د ناټو د غیرامریکایي سرتېرو رول یې کم‌اهمیته بللی و.

د ټرمپ خبرو، چې د پنجشنبې په ورځ یې وکړې، سمدستي غبرګونونه وپارول.

ده وویل د ناټو د غیرامریکایي هېوادونو سرتېري په افغانستان کې «یو څه شاته، د جګړې له لومړۍ کرښې لرې» پاتې شوي وو

شهزاده هري، چې له نړیوالو ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلی، وویل چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا متحدان له واشنګټن سره کلک ودرېدل.
هغه وویل: «متحدینو د مرستې غږ ته ځواب ورکړ.»

هغه د خپل خدمت یادونه هم وکړه او ویې ویل:
«ما هلته خدمت کړی دی. ما هلته د ژوند تر پایه دوستان وموندل. او ما هلته دوستان له لاسه ورکړل. یوازې د بریتانیا له لوري ۴۵۷ سرتېري وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «دا قربانۍ مستحقې دي چې په رښتینولۍ او درناوي سره یادې شي»، او ویې ویل چې متحد هېوادونه لا هم «د دیپلوماسۍ او سولې د دفاع لپاره یو موټی او وفادار پاتې دي.»

ټرمپ دا لانجمنې خبرې د فاکس بزنس په یوه مرکه کې وکړې، چې پکې یې د اتلانتیک دواړو غاړو ترمنځ د ناټو ائتلاف ارزښت تر پوښتنې لاندې راوست.

هغه وویل: «موږ هېڅکله په رښتیا له هغوی څه نه دي غوښتي. هغوی به وایي چې افغانستان ته یې یو څه سرتېري لېږلي وو، او هو، لېږلي یې وو، خو هغوی لږ شاته پاتې شول، د جګړې له لومړۍ کرښې لرې.»

ټرمپ دا هم وویل چې متحد ایالتونو «هیڅکله ناټو ته اړتیا نه ده لرلې»، حال دا چې ناټو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال امنیت د نظام بنسټ ګڼل کېږي.

د ټرمپ دغو څرګندونو یو ځل بیا په ناټو کې د لګښتونو او مسوولیتونو د وېش پخوانی بحث راژوندی کړ، خو منتقدان وایي چې د ټرمپ دا دریځ د امریکا د متحدانو هغه درنې مرګ‌ژوبلې او اوږدمهاله پوځي ماموریتونه له پامه غورځوي چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې ترسره کړي دي.

د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د ناټو ځینې غړي غوسه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...