Homeخبرونه‏ځدراڼ: کابل کې نننۍ چاودنه د چينايي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ...

‏ځدراڼ: کابل کې نننۍ چاودنه د چينايي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رستورانټ شوې

تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي، نن شاوخوا درې بجې کابل ښار د شهرنو په ګل فروشۍ کوڅه کې د چينايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رستورانټ Chinese Noodle اشپزخانې ته نږدې چاودنه شوې.

ځدران وایي، دغه رستورانت د يو چينايي مسلمان عبدالمجید او د ده د ميرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کېده.

هغه زیاتوي، عبدالمجید د چين د شينګ يانګ ايالت اوسېدونکی دی او دلته یې د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تيارول او پلورل.

د ځدراڼ په وینا، په نننۍ چاودنه کې د ایوب په نوم یو تن مسلمان چينايي وګړی او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

هغه وايي، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی او څېړنې روانې دي.

خو بل لورته روغتیایي سرچینو بیا د ۱۳ کسانو د ټپي کېدو او د ۷ تنو د وژل کېدو ویلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...