پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښته شوې

کندهار کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښته شوې

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي۲۹مه) افغان ځواکونو د کندهار معروف ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې ده.

سرچینو رسنیو ته ویلي چې ، جګړه نن (دوشنبه) له ماسپښین وروسته د کندهار د معروف ولسوالۍ د اپان او ګړۍ کلیو کې شوې ده.

دغه جګړه د پاکستان له لوري د اغزن سیم غځولو پر سر شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې، افغان ځواکونو د اغزن سیم غځولو مخه نیولې او د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو تبادله هم شوې ده.

ویل کېږي چې جګړه یو ساعت وړاندې درېدلې ده.

د سرچینې په وینا جګړه کې افغان لوري ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه په رسمي سرچینو د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...