التذ (دوشنبه، د مرغومي/ جدې 29 مه) د کابل په مرکزي برخه کې د نن ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او تر دوولسو ډېر نور ټپیان شوي دي. دا خبره هغې نادولتي موسسې کړې چې د افغانستان په پلازمېنه کې یو روغتون چلوي.
د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریال ویلي چې د پېښې له چاودنې وروسته یې د ژغورنې ډلې د نوي ښار د ګلپلورونکو په کوڅه کې لیدلې دي.
د ایټالیا نادولتي موسسې «ایمرجنسي» وویل چې د دوی نژدې روغتون ته «د اوو کسانو مړي ورته راوړل شوي» او ۱۳ نور د جراحۍ په څانګه کز بستر شوي دي.
د دې موسسې د افغانستان د څانګې مشر، دیان پانیک، په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.»
تر دې مخکې د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې یو افغان امنیتي ساتونکی وژل شوی او دوه چینایي وګړي په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز ته ویلي: «د لومړنیو راپورونو له مخې، څو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.»
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دا چاودنه د نوي ښار په سوداګریزه سیمه کې شوې او هدف یې یو هوټل و. په دې ځای کې لویې اداري ودانۍ، سوداګریز مرکزونه او سفارتونه شته.
دا سیمه د کابل له تر ټولو خوندي سیمو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.