Homeخبرونهکابل کې پر چینایي وګړو چاودنه؛ کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې...

کابل کې پر چینایي وګړو چاودنه؛ کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې پخلی کړی

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ومنله چې، د دغه ښار په شهرنو کې چاودنه شوې ده.

چاودنه له داسې هوټل سره شوې چې تر ډېره چینایان ورځي.

که څه هم طالب چارواکو اول ویل چې، هوټل کې د ګازو ډبه چاودلې، خو اوس خبره بدله شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز ته د چاودنې تایید سره ویلي چې، په دې پېښه کې څو کسان مړه او څو ټپیان دي.

د مرګ ژوبلې ارقام لا معلوم نه دي خو قانع وايي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.

بل لورته سرچینو په دې پېښه کې تر دې د شلو کسانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی چې روغتون ته وړل شوي.

له پېښې څخه خپاره شوېو ويډيوګانو کې لیدل کیږي چې د چيناییانو د یو رستورانت لوحه او تابلو سخته زیانمنه شوې ده.

راپورونه وايي چې د چينايانو ترڅنګ، یو شمېر افغان وګړي هم ټپي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...