Homeخبرونهرویټرز: یو ایرانی چارواکي وايي، د ایران په اعتراضونو کې ۵ زره...

رویټرز: یو ایرانی چارواکي وايي، د ایران په اعتراضونو کې ۵ زره تنه وژل شوي

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۳۰ مه) «رویټرز» خبري اژانس وايي چې «په سیمه کې یوه ایراني چارواکي» دې اژانس ته ویلي، د رسمي ادارو د څېړنو له مخې، د ایران په وروستیو اعتراضونو کې لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۵۰۰ تنه یې د امنیتي ځواکونو غړي دي.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، د یکشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۸مه رویټرز ته ویلي چې ځینې تر ټولو سختې نښتې د ایران په شمال لوېدیځو سیمو کې شوې دي؛ هغه سیمې چې د ایراني چارواکو په وینا، هلته د حکومت مخالفې وسله‌والې ډلې فعاله دي.

ښايي د هغه اشاره کوردانو ته وي چې د ایران په شمال لوېدیځ کې اوسي.

هغه زیاته کړه چې «تمه نه کېږي» د قربانیانو شمېر به په څرګند ډول زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بشري حقونو سازمانونه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي او وایي چې د ملکي قربانیانو شمېر د رسمي چارواکو تر اعلان شوو شمېرو ډېر لوړ دی.

د «هرانا» په نوم د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر ۲۴ زره د ډېرو کسانو نیونه هم تایید شوې ده.

هغه اعتراضونه چې د مرغومي له اوومې نېټې د ایران په ډېرو ښارونو کې پیل شول، له پراخو امنیتي غبرګونونو سره مخامخ شول. دا اعتراضونه په پیل کې د سختو اقتصادي ستونزو، د اسعارو د بیو د لوړېدو، د بازار د بې‌ثباتۍ او د ملي پیسو د ارزښت د کمېدو پر ضد وو، خو وروسته سیاسي غوښتنې هم ورسره یوځای شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...