Homeخبرونهپه جاپان کې یو کب په څه باندې ۳ میلیون ډالرو وپلورل...

په جاپان کې یو کب په څه باندې ۳ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (سېش نبه، د مرغومي/ جدې ۲۳ مه) د جاپان د پلازمېنې ټوکیو د کبانو په مشهور بازار «تویوسو» کې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ لیلام کې د بلیوفن ټونا کب په ریکارډ بیه وپلورل شو او ټول خلک حیران کړل.

دغه لوی بلیوفن ټونا کب، چې وزن یې ۲۴۳ کیلوګرامه (۵۳۵ پونډه) و، په ۵۱۰ میلیون ین (نژدې ۳.۲ میلیون امریکایي ډالر) وپلورل شو، دا تر اوسه د ټونا تر ټولو ګرانه لیلام بلل کېږي.

دا ډول کبان د جاپان د شمال په اوما ساحل کې موندل کېږي او د جاپان تر ټولو ښه او خوندوز تونا کبان ګڼل کېږي.

د اسوشیېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا لیلام د دوشنبې په سهار وختي ترسره شو او تر ټولو لوړه بیه د «کییومورا» شرکت ورکړه.

 د دغه شرکت مالک «کییوشي کیمورا» دی، چې په جاپان کې د «سوشي زانمای» په نوم د سوشي مشهوره شبکه چلوي.

کیمورا تر دې مخکې هم څو ځله د کال په لومړي لیلام کې تر ټولو ګرانه ټونا اخیستې ده، خو دا ځل یې خپل پخوانی ریکارډ مات کړ.

تر دې مخکې هغه په ۲۰۱۹ کال کې په ۳۳۴ میلیون ین ټونا اخیستې وه او ریکارډ یې جوړ کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...