پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملي پراختیا شرکت: د غوري سیمنټو فابریکې تولید به ۵ زره ټنو...

ملي پراختیا شرکت: د غوري سیمنټو فابریکې تولید به ۵ زره ټنو ته لوړ شي

ق‏تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) د طالبانو د حکومت د ملي پراختیا شرکت ویلي چې، بغلان کې د غوري سیمنټو فابریکې تر دې وړاندې په ورځنې ډول ۱۵۰ټنه سیمنټ تولیدول، خو اوس دغه کچه ۷۰۰ټنو ته رسېدلې ده.

د یاد شرکت ویاند زیاته کړې، د بېلابېلو ستونزو له کبله یادې فابریکې په ورځني ډول یوازې ۱۵۰ټنه سیمنټ تولیدول، خو د ملي پراختیا شرکت ته یې د مدیریت سپارلو وروسته په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړي دغه راز ویلي، غوري سیمنټ درېیمې فابریکې چارو بشپړېدو سره به د سیمنټو ورځني تولید کچه ۵ زره ټنو ته لوړ شي.

د مالوماتو له مخې دا مهال په هرات، لوګر، جوزجان، پروان او کندهار ولایتونو کې د سیمنټو کانونو د اکتشاف، استخراج او تولید پر پېنځو لویو پروژو کار روان دی.

مسوولان وایي، چې پر یادو پروژو د پانګونې ټول لګښت نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...